د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې دغه ګوند د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به ډاګهیزه ونډه ولري او هغه څوک به ولسمشر شي چې حزب اسلامي یې وغواړي.
هغه چې نن (شنبې د زمري په ۱۴ مه) په کابل کې د یوې ناستې په لړ کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې تراوسه یې پرېکړه نه ده چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ځان نوماند کړي او همدارنګه تراوسه له هېڅ احتمالي نوماند څخه ملاتړ نه کوي.
د حزب اسلامي مشر وویل:«د افغانستان راتلونکی ولسمشر هغه څوک دی چې حزب اسلامي یې وغواړي.»
په همدې حال کې د حزب اسلامي مشر له حکومت څخه غواړي چې د سولې له بهیر سره د دولت د مخالفو وسلهوالو د یوځای کېدو لپاره دې مناسبې لارې برابرې کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس امام محمد وریماچ د حزب اسلامي د مشر د څرګندونو په غبرګون کې وايي:«ګوندونه هڅه کوي چې نورې خواوې کمزورې وښيي او د خپلو نویو پلویانو د پاملرنې د جلب او ځان قوي ښوودنې لپاره داسې موضوعګانې ډاګهیزه کوي.»
په ورته وخت کې اجرائیه ریاست وايي چې ټاکنې یوه ملي پروسه ده او په کوم ځانګړي کس پورې اړه نهلري.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه وویل:«د افغانستان ټاکنې د افغانستان په خلکو پورې اړه لري نه کوم ځانګړي کس پورې.»
اخوا ښاغلی حکمتیار وایي چې که دولت د وسله والو مخالفینو مشروع غوښتنې ومني او دغو ډلو ته فرصتونه برابر کړي ؛ د دولت ډېری وسله وال مخالفان به د سولې له بهیر سره یو ځای شي .