Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار دې خپل پخوانی دریځ هېر کړي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون خبرداری ورکوي چې ګلبدین حکمتیار باید د تېرو کلنو لاسته راوړنو ته درناوی وکړي او د تېرو کلونو نظرونه دې هېر کړي.

د دې کمېسیون مشره، سیما سمر په دې باور ده چې حکومت باید له سزا ورکولو ژغورنې ته د پای‎ټکی کېږدي او قانون دې پر ټولو پلی کړي.

سیما سمر وايي:«موږ د تېرو کلونو لاسته رواړنې چې په ډېرو قربانیو ترلاسه کړي دي، نه غواړو چې د یوه کس یا قومندان راتګ سره یې له لاسه ورکړو.»

سره له دې چې تېرو ۲۰ کلونو کې د ګلبدین حکمتیار نشتون کې ښارونه بدل شوي او ټولنه کې هم ډېر بدلو راغلی چې د رسنیو ازادي د دې نظام له لویو لاسته راوړنو بلل کېږي.

فرزانه سادات چې په تېرو کابو لسو کلونو کې یې روزنه لیدلې او د رسنیو په برخه کې فعالیت کوي، دا بدلون په خپل ژوند کې ارزښتناک بولي.

سادات وايي:«په ټولنه کې او نارینه وو ترڅنګ د ښځو ونډه لویه لاسته راوړنه ده، او د ټولو ښځو غوښتنه چې له کوره بهر کار کوي د پرمختګ غوښتونکې دي.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي له ښاغلي حکمتیار څخه غوښتنه کوي چې د ټولنې اوسنیو بدلونونو سره ځان برابر کړي.

د ولسي جرګې غړې، فوزیه کوفي څرګندوي:«هر مشر چې غواړي په افغانستان کې سیاسي پایښت ولري باید چې اوسنیو لاسته راوړنو سره ځان برابر کړي.»

همداراز بله غړې، ریحانه آزاد زیاتوي:«قانون چا ته حق نه دی ورکړی چې څوک له مجازاتو معاف کړي، او ښاغلی حکمتیار باید اوسني شرایط له ۲۰ کلونو مخکې سره برابر نکړي او د افغانستان اساسي قانون دې ومني.»

ګلبدین حکمتیار د کورنیو جګړو په ترڅ کې د جګړې یو لوری وه او پر نوموړي سخت تورونه دي، له همدې امله دبشري حقونو خپلواک کمېسیون محکمې ته د جنګي‎جنایت‎کارانو پر راکاږلو ټينګار کوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره، سیما سمر وايي:«په افغانستان کې باید له مجازاتو د معافیت قانون پایته ورسیږي او هر څوک چې جرم کوي باید ترې پوښتنه وښي.»

که څه په تېرو کلونو کې ګلبدین حکمتیار د نظام په جوړښت کې نه وه شریک، خو په نوموړي پورې اړوند کسان په نظام کې فعاله وه او ونډه یې درلوده.

حکمتیار دې خپل پخوانی دریځ هېر کړي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې افغانستان کې دې له مجازاتو معافیت پایته ورسيږي

شریک یي کړئ