د حزب اسلامي مشر او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار، ملي یووالی حکومت کمزوری وباله او وايي چې له افغانستانه د امریکا د وتلو په صورت کې به دغه حکومت وپرځېږي.
ښاغلي حکمتیار چې نن له غرمې مخکې (جمعه د زمري په ۲۵ مه) کابل کې د ټاکنیزو سیالیو په پاره یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې ملي یووالی حکومت د هېواد د مهمو مسایلو په اړه د پرېکړې وړتیا نهلري.
هغه ټينګار وکړ چې امریکا په افغانستان کې د یوه حکومت د جوړولو په هڅه کې دی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وکړای شي د یوې مودې لپاره دوام وکړي.
هغه زیاته کړه:«له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې شک نشته؛ هغوی به افغانستان پرېږدي. د سولې په اړه شک نشته؛ سوله راتلوونکې ده. د امریکايي بنسټونو تحلیلونه ښيي چې دا حکومت نه شي کولای چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، حتا د څو اوونیو لپاره دوام وکړای شي.»
له دې سره هممهاله سي ان ان رپوټ خپور کړی چې ټاکل شوې له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه وروستۍ شي او د هغه پر بنسټ، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر له ۱۵ زره نه اتو او یا هم نهو زرو ته را کم شي.
ښاغلي حکمتیار د افغانستان اوسنی وضعیت د ۱۹۹۰ز کال له شرایطو سره ورته بولي چې د هغه په وینا د وخت شوروي، د افغانستان ولسمشر ډاکټر نجیبالله یې یوازې پرېښود او د هغه حکومت وپرځېد.
له دې ټولو سره، هغه د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړي چې د سولې په وړاندې خنډ رامنځته نه کړي:«سوله راتلوونکې ده؛ هېڅوک نه شي کولای د سولې په وړاندې خنډ رامنځته کړي. افغانان سوله غواړي. موږ له سولې او په دې برخه کې له پرمختګه ملاتړ کوو.»
د حزب اسلامي مشر چې څه باندې لس کاله له افغان حکومت سره مخالف و، وايي چې په تېرو اتلسو کلونو کې څه باندې یو مېلیون افغانان په جګړو کې وژل شوي دي، امریکا او ناټو د افغانستان د امنیت په تامین کې ناکام وو.
ولسمشرۍ ټاکنو ته دغه نوماند وايي چې شونې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې وځنډېږي؛ ځکه چې د هغه په باور، ټاکنې او سوله هممهاله مخته وړل کېدای نهشي، هغه زیاته کړه چې خپلو ټاکنیزو منډو ترړو ته به دوام ورکړي.