Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکمتیار د اوربند او لنډمهالي حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کوي

د ولسمشرۍ نوماند او د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار نن سې‎شنبې (د سلواغې په ۲۲ مه نېټه) کابل کې د خبري ناستې په ترڅ کې هېواد کې د سولې په تړاو د خپلې جوړې شوې طرحې ځینو برخو په تړاو خبرې وکړي.

ښاغلي حکمتیار په خپله طرحه کې چې د سولې په تړاو یې چمتو کړې، پر اوربند او هېواد کې د لنډمهالي حکومت پر جوړېدو چې ټولو ته د منلو وي، ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا حکومت کولی شي د یوه کال په اوږدو کې د ولسمشرۍ رڼې ټاکنې ترسره کړي.

هغه وویل چې هېواد کې د سولې بهیر مخته بیولو لپاره باید درې مخکښې ټاکنیزې ډلې او حامدکرزی او پلویان یې باید سیاسي اجماع رامنځته کړي.

ښاغلی حکمتیار ټینګار کوي چې د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکې ټاکنیزه ډله، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله او د هغه په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزه ډله له حامدکرزي او د هغه له ملګرو سره کولی شي په هېواد کې د سولې د راوستو په هڅو کې یوه سیاسي اجماع رامنځته کړي.

ښاغلي حکمتیار وویل:«د منلو وړ او صلاحیت لرونکې مرجع، تر ټولو لوړه صلاحیت لرونکې مرجع چې وکړای شي د سولې په تړاو، د سولې طرحې، د سولې مرکچي پلاوي، هر څه چې په سولې پورې تړلي وي، دا ډول مقتدره او صلاحیت لرونکې مرجع جوړه شي. سوله زموږ د ورځې مهمه قضیه ده، یوه ملي قضیه. د داسې کس او یا بنسټ په واک کې نه وي چې د ویټو حق له ځانه سره راوړي.»

د حزب اسلامي مشر په دې باور دی چې په هېواد کې له اوربند او د یوه لنډمهاله حکومت له جوړېدو وروسته د یوه کال په اوږدو کې د ولسمشرۍ رڼې ټاکنې ترسره کېداي شي.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه:«د حکومت رییس او کابینه باید د صالح، بې طرفه، د ښې سابقې او وړتیا خاوند واوسي او راتلونکو ټاکنو ته هم د دغه حکومت رییس او نه هم کابینه باید کاندیده واوسي.»

په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې زیاتې شوې او په دې لړ کې ځینې سیاستوالانو او بهیرونو هم په دې اړه خپل نظریات بیان کړي دي.

د ښکېلو لوریو ترمنځ د اوربند ټینګښت هغه اصل دی چې تر ډېره په دغو نظریاتو کې ورته اشاره شوې ده.

ښاغلي حکمتیار هغې طرحې کې چې د سولې لپاره یې چمتو کړې ده، پر اوربند او لنډمهالي حکومت چې د ټولو لپاره د منلو وي، ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ