د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي ټولې هغه رایې چې د بایومېټریک دستګا کود ونهلري باید ټولې باطلې اعلان کړل شي.
ښاغلي حکمتیار نن له غرمې مخکې کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلۍ وشوې او د هغه په وینا حتا د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنرانو هم د حکومت د مشرانو تر ملاتړ لاندې نوماندانو په ګټه درغلي کړې ده.
هغه ادعا وکړه چې نوماندان ولسي جرګې ته د لارې موندې په پار د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو او کارکوونکو ته پیسې ورکوي او د ولسي جرګې څوکۍ پېرل او پلور کېږي.
ښاغلي حکمتیار همدارنګه زیاته کړه هغو نوماندانو چې د اسلامي ګوند له ادرسه ځانونه نوماند کړي وو، د دغو ټاکنو یوه پر درېیمه برخه رایې ترلاسه کړې دي.
د اسلامي ګوند مشر د ولسمشریزو ټاکنو په اړه وايي ټاکل شوې چې ګوند یې په دغو ټاکنو کې هم خپلواک نوماند ولري.، خو هغه همدارنګه څرګنده کړه چې له نورو ګوندونو سره په تفاهم کې نوماند او یا هم نوماندان به ولسمشیزو ټاکنو ته ودروي.
ښاغلي حکمتیار همدارنګه د سولې لپاره د حکومت رامنځته شوي مشورتي بورډ په اړه هم خبرې وکړې. هغه پر دغه بورډ نیوکه کوي او وايي چې د ګوندونو او سیاسي بهیرونو ټول غړي چې نومونه یې په دغه بورډ کې وو، په هغه کې له غړیتوبه تېر شوي دي.
هغه وايي چې دغه بورډ باید یوازې مشوره ورکوونکی نه، بلکې د سولې په خبرو کې اصلي تصمیم نیوونکی وي او په همدې دلیل، ګوندونه او سیاسي بهیرونه نه غواړي په دغې بورډ کې غړیتوب ولري.