د حزب اسلامي مشر نن جمعه(د غبرګولي په ۱۲ مه) په یوې خبري ناسته کې چې په کابل کې د ښځو لپاره جوړه شوې وه، وویل هغه ترهګر چې د چهارشنبې ورځې او نور ترهګریز بریدونه ترسره کوي، د پردیو مزدوران دي او د بهرنیو لپاره کار کوي.
هغه د کابل وروستی برید د اسلامي لارښونو په خلاف وباله.
ښاغلي حکمتیار په دې اړه وویل:«بریدګر نوکران دي،هغوی پر خدای او اسلامي لارښونو باور نهلري.»
ښاغلی حکمتیار دا پېښه د اسلامي احکامو په خلاف بولي او ګواښ کوي چې بریدګر د دا شان بریدونو په ترره کولو سره نهشي کولای خپلو موخو ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه:«هغه بریدګرو چې د چهارشنبې د ورځې برید یې ترسره کړ فکر کوي چې په نېغه توګه جنت ته ځي.»
د دې غونډې ګډونوالې هم ټينګار کوي چې خلک د ویرنې د توییدو له دوام نه په تنګ شوي او د جګړې پای ته رسېدل غواړي.
د حزب اسلامي د ښځو د کمېټې غړې صافیه صدیقي وايي:«هېواد ستومانی دی. ښاغلی ولسمشره موږ په جګړه کې زېږېدلي یوو او لوی زاړه شوي یوو زموږ اولادونه لوی شوي، موږ ته ووایي چې څه وخت سوله هېواد ته به راشي.»
د کابل په زنبق څلور لارې کې د چهارشنبې ورځې پېښې زیات کورني او بهرني غبرګونونه یې لرل. دې پېښه کې له سلو زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړی و او شاوخوا ۴ سوه ټپیان شوي او دغه راز د ۳۰ تنو جسدو لا هم ترې تم دي.