Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار: ځينې هڅه کوي چې د سولې بهیر په وړاندې خنډونه رامنځته کړي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي په داسې حال کې چې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې مهم پړاو ته رسېدلي، خو دننه په افغانستان کې نه د سولې خبرو د مخته بیولو لپاره نه یوازې سیاسي اجماع شتون نه لري، بلکې ځينې هڅه کوي چې د سولې بهیر سبوتاژ کړي.

ښاغلي حکمتیار چې نن (شنبې، سلواغې ۲۶مه) کابل کې یوې غونډه کې وینا کوله، د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک له احتماله هرکلی وکړ او وې ویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د کابل او واشنګټن په ګټه دي:«له بده مرغه دې خوا کې د سولې په اړه نه یوازې سیاسي اجماع شتون لري، بلکې د سولې بهیر د سبوتاژ کولو لپاره هېڅ دوام لري.»

ښاغی حکمتیار ګواښ کوي که چېرې له دغو رامنځته شویو موکو د سولې بهیر کې سمه استفاده ونه شي، د هېواد وضعیت به لاخراب شي.

هغه زیاتوي:«موږ په یوه حساس پړاو کې یوو که چېرې پر دې کوښښ ونه شي او موږ خپل دریځ یو نه کړو او له دې موکې ښه استفاده ونه لرو له هغو پېښو سره به مخ شو چې له افغانستانه د شوروي ځواکونو له بهر کېدو وروسته مخامخ شو.»
 
له دې سره هم مهاله پخوانی جهادي قومندان محمد اسماعیل خان چې نن هرات کې یوې غونډه ته وینا کوله هم د سولې خبرو اترو په اړه هیله مني څرګنده کړه، خو له امریکا یې وغوښتل چې د سولې په خبرو کې باید د افغانستان له خلکو سره صادق وي.

هغه زیاته کړه:«هر ولسمشر چې هغوی پر موږ تحمیل کړي او لاس ناستی وي؛ لکه دغه حکومت. یعقین ولرئ هغه حکومت به موږ ته د منلو نه وي.»

د سولې بهیر کې د اجماع د نشتون په اړه د حکمتیار څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ټاکنیز جنجالونه لاهم دوام لري او ټاکنیزې ډلې یو بل په درغلیو تورن وي. 

په دې منځ کې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د رهبرۍ غړی انوارالحق احدي وايي د ولسمشرۍ د تقلبي پایلو د اعلانولو هڅې به هېواد له ناورین سره مخ کړي او همداراز وړاندیز کوي چې د ټاکنو د بهیر د مدیریت لپاره باید د څلوېښتو تر پنځوس کسیزه یوه ډله جوړه شي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې اجراییه رییس انوارالحق احدي وايي:«د دغه وضعیت پایله زه خرابه وینم او له بده مرغه په ټاکنیزو کمېسیونونو کې نه کاري کفایت لیدل کېږي او نه هم د دې جرات لري چې د حق لپاره ودرېږي.»

د افغانستان له ټاکنو کابو پنځه میاشتې تېرېږي؛ خو تراوسه د هغو وروستۍ پایله اعلان شوې نه ده او څرګنده هم نه ده چې کله به اعلانېږي.
 
شریک یي کړئ