Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت به سبا په ځانګړې توګه د جنرال دوستم له راستنېدو هرکلی وکړي

ټاکل شوې ده چې سبا (یکشنبې) د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له ترکیې افغانستان ته راستون شي.

له همدا اوسه په حکومت کې د جنرال دوستم د راستنېدو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي چې له جنرال دوستم څخه به له ځانګړي حکومتي تشریفاتو سره هرکلی وشي.

هغه زیاته کړه:«سبا، د حکومتي تشریفاتي مراسمو په لړ کې به، د ولسمشر لومړی مرستیال هېواد ته راشي.»

جنرال دوستم ۱۴ میاشتې مخکې د ولسمشر او د هغه ترمنځ د شخړو له زیاتوالي او همدارنګه له احمد ایشچي سره د بدچلنۍ په تور، اړ شو چې هېواد پرېږدي او ترکیې ته ولاړ شي.

په داسې حال کې چې د دوستم پلویان حکومت تورن وي چې د هغه د راستنېدو مخنیوی یې کړی وه، خو د ولسمشر ویاند وايي چې ښاغلی دوستم د ناروغۍ أه امله ترکیې ته تللی وه او اوس یې روغتیايي حالت ښه دی هېواد ته راستنېږي.

 هغه زیاته کړه:«د الله فضل دی اوس روغ شوی او سبا کابل ته راستنېږي.»

د ولسمشر ویاند همدارنګه وايي چې له احمد ایشچي سره د ولسمشر د لومړي مرستیال د بدچلنۍ دوسیه د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا به وڅېړل شي.

هغه وویل:«عدلي او قضايي بنسټونه په خپلو کارونو کې خپلواک دي. د خپلواکۍ له ساتلو او د قانون په رڼا کې ټولو حقوقو موردونو ته به رسېدنه وشي.»

اخوا د جنبش ګوند وايي چې جګپوړي حکومتي چارواکي وايي چې د ولسمشرد دویم مرستیال په څېر جګپوړي حکومتي چارواکي به د جنرال دوستم د هر کلي لپاره هوايي ډګر ته ولاړ شي او هغه به لومړی خپل د کار دفتر ته بوځي.

د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق په دې اړه وویل:«د دوسیې مسله دومره جدي نه ده چې موږ پر هغې فکر وکړو او یا هم د ولسمشر د لومړي مرستیال له راتګ وروسته، هغه وننګوي. زه داسې څه نه وینم.»

اخوا په افغانستان کې د بریتانیا سفیر هم هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو په تړاو داسې وایي چې هر ډول تور باید په جدي او د قانون له لارې وڅېړل شي.

د بريټانیې سفیر نیکولاس کي څرګنده کړه:« زه په دې تړاو چې د ولسمشر لومړی مرستیال راستنېږي او که نه په څه نه پوهېږم؛ ډېری خلک وايي چې هغه به راستون شي. نو پرېږدئ چې صبر وکړو او وګورو. بریتانیا او نړیوالو همکارانو یې تل څرګنده کړې ده چې قانوني مسایل باید ترسره شي او که جدي تورونه وي باید په مناسبه توګه او د قضايي ادارو له لوري پرې غور وشي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې نظام الدین قیصاري لا هم د دولتي ځواکونو په بند کې دی او عدلي او قضايي ادارې به په دې تړاو پرېکړه وکړي .

د جنبش ګوند مرستیال وايي چې جګپوړي حکومتي چارواکي به د جنرال دوستم د هر کلي لپاره هوايي ډګر ته ولاړ شي او هغه به لومړی خپل د کار دفتر ته بوځي.

شریک یي کړئ