Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت ته د نور ګواښ؛ زور ته به په زور ځواب ورکړم

د ولسمشر له لورې د بلخ لیرې کړل شوی والي عطامحمد نور حکومت ته ګواښ کوي چې هېڅکله باید له پوځي غوراي څخه کار ونه خلي، ځکه چې د دغه کار په پای کې د هېواد امنیتي ځواکونه به ووېشل شي او افغانستان به له ناورین سره مخ شي.

عطا محمد نور د ارګ او جمعیت ترمنځ د خبرو بندون ردوي. خو نور، حکومت د خبرو دوام ته هڅوي.

د اسلامي جمعیت او حکومت ترمنځ د مخالفتونو له دوام او د ولسمشر د تصمیم په وړاندې د عطامحمد نور له درېدو سره په یو وخت ځینې سرچینې د حکومت لخوا د پوځي لارې د کارولو خبره کوي. اوس عطامحمدنور خبرداری ورکوي د زور په وړاندې به زور وکاروي.

خو اوس عطا محمد نور ګواښ کوي چې زور ته به په زور ځواب ورکړم.

ښاغلي نور زیاته کړه:«پوځي قوې ته لاس مه وروړئ په دغې پوځي قوه کې داسې کسان شته چې ۷۰ تر ۸۰ سلنه یې له ما سره جګړه نه کوي. ځواک وېشل کېږي، هغوی هغه کسان نه دي چې له خپل نور سره جګړه وکړي.»

له دې سره سره ښاغلی نور د اسلامي جمعیت او حکومت ترمنځ د خبرو د دوام خبره کوي او ټینګار کوي خبرې بندون ته نه دي رسیدلې او همداراز ددغو خبرو پایلو ته هیله من دی.

هغه وايي:«دا غونډه دوام کوي او بالاخره یوې پایلې ته رسېږي. په هېڅ جلسه کې د دواړو خواوو غوښتنې نه پوره کېږي، دواړه خواوې چې نرمښت وښيي یوې پایلې ته رسېږي.»

دا په داسې حال کې دي چې د اسلامي جمعیت او حکومت ترمنځ خبرې له څو ورځو ځنډېدو وروسته بیا پيل شوې او د خبرو څلورم پړاو هم ترسره شو.

له بلخوا د دوشنبې په شپه د اسلامي جمعیت یو څلور کسیز پلاوی مزارشریف ته تللی او له عطامحمد نور سره له څو ساعته سلامشورو وروسته د سه شنبې په سهار کابل ته ستون شو.

د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید څرګنده کړه:«دا سیاسي بندون باید مات شي باید د سیاسي خبرو اترو او پوهاوي له لارې حل شي.»

اخوا د مشرانو جرګې غړي د خبرو او قانون د پلي کېدو له لارې د عطامحمد نور او حکومت ترمنځ د اختلافاتو پر اواري ټینګار کوي.

ځینې سرچینې وايي د اسلامي جمعیت او حکومت ترمنځ د خبرو څلورم پړاو د سه شنبې په ورځ ترسره شو او د دواړو لوریو د غوښتنو په اړه خبرې وشوې خو د خبرو پایلې تراوسه نه دي روښانه شوې.

شریک یي کړئ