Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت د امنیت ټينګښت په پار ۴۱ ماده ییزه طرحه چمتو کړې

افغان حکومت د امنیت لا ټینګښت لپاره د «امنیتي تړون، له جرمونو او جنایت سره د خلکو د سمبالتیا» په نوم یوه څلوېښت ماده ییزه طرحه چمتو کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال دا طرحه د خلکو لپاره د امنیتي ضمانت ګڼي.

حکومت وايي، د امنیتي تړون طرحه د خلکو د رواني او روحي ارامتیا د بېرته راوستلو، د هېوادوالو د فېزیکي امنیت د ښه والي، د امنیتي او جنايي پېښو پر وړاندې د مبارزې او د هر ډول فساد د مخنیوي په موخه جوړ شوې ده. د دغې طرحه د عملي کولو بهیر هم له کابله پیل شوی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وايي:«امنیتي تړون د حکومت او خلکو ګډ پروګرام دی چې د امنیت په ټينګښت او له جنایت کوونکو او ویجاړونکو ډلو سره د پلاني مبارزې مخته بیول دي.»

په دې پروګرام کې هېوادوال هم ښکېل شوي دي. د دغه پروګرام د پیل د لومړۍ اوونۍ په لړ کې د کابل په څو سیمو کې خلک له پولیسو سره د همکارۍ په موخه سره یو موټی شوي او د کابل ښار په څو بېلابېلو سیمو کې د مجرمینو د څارنې په موخه امنیتي کمرې هم نصب شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالصبور قانع وویل:«دغه شپته تړونونه چې لاسلیک شوي دي په هغو سیمو کې لاسلیک شوي چې موږ هره ورځ او یا هره اوونۍ د پېښو د رامنځته کېدو شاهد وو. او د دغه تړون له لاسلیک وروسته هېڅ جرم نه دی ترسره شوی او دا د دغه تړون یوه لاسته راوړنه ده.»

د دغې طرحې له مخې، چې حکومت یې تر ټولو لوی امنیتي پروګرام بولي، ټاکل شوې د کابل په دروازو کې د بایومېټریک لپاره دستګاوې نصب شي او همداراز ټول چلوونکي او د سړک پر سر کارګر به هم بایومېټریک شي.

ښاغلي قانع زیاته کړه:«پولیسو حکم ترلاسه کړی چې له ټولو هغو عاملانو سره چې جرم ترسره کوي له دې پره چې د هغه دریځ، دندې او کورنۍ دوسیې ته وګوري په چټکتیا سره کړنه وکړي او په هغه صورت کې چې پولیس متفاوته کړنه وکړي چې دا زما زوی دی یا ستا هغه زوی په هغه حالت کې د پولیسو د مجرم پر ځای تر پلټنې لاندې نیول کېږي.»

خو خلک لا هم نیوکه لري چې، حکومت تر دې مخکې هم په ځلونو د ورته طرحو په اړه خبرې کړې دي؛ خو بیا هم امنیتي وضعیت تر پخوا ډېر خرابه شوی دی.

د کابل اوسېدونکی عبدالطیف وايي:«پر سړک چې راشې له یوه ځایه اورې چې هټۍ غلو وهلې او بل ځای وینې چې یو کس وژل شوی او څو ګامه وړاندې چې ولاړ شې اورې چې موټرسایکل سپرو د سرو زرو پلورنځی لوټ کړ، دا امنیت نه کېږي.»

د پلازمېنې اوسېدونکی نور احمد هم څرګندوي:«د ماښام له اوو وروسته د کابل کوڅو او وړو کوڅو ته ننوځئ حتا مل شیان دې در څخه لوټ کېږي او شونې ده، په چاکو هم ووهل شې او ووژل شې.»

د حکومت په وینا د امنیتي میثاق پروګرام د عملي کولو په لومړۍ اوونۍ کې امنیتي بنستونه په دې بریالي شوي چې، په کابل کې د جرمونو د رامنځته کېدو ځایونه مشخص کړي.
 
شریک یي کړئ