Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت: د دین عالمان دې پر طالبانو د اوربند منلو غږ وکړي

په هېواد کې د تاوتریخوالي او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو په پيل کې د ځنډ په درشل کې، افغان حکومت اوس د دین پر عالمانو غږ کړی، چې له طالبانو وغواړي اوربند وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

ورته مهال ټاکل شوې ده چې د سولې خبرې پیل شي، خو تاوتریخوالي زور اخیستی او د هېواد په څو ولایتونو کې، د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې دوام لري.
   
له تېرې اوونۍ راهیسې د سمنګان، غزني په ګډون د ځينو ولایتونو په مرکزونو او همداراز د هېواد د شمال او لوېدیځ اړوند لویو لارونو کې هم نښتې ترسره شوې دي. 

له دې سره سم، ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ په غزني کې وویل، په هېواد کې د وینې توېیدنې دوام به کرکه لا پسې ډېره کړي.

هغه زیاته کړه:«له ټولو علماو کرامو غواړم چې دا غږ تاسې پورته کړئ چې طالبان اوربند ومني. دا غږ پورته کړئ! دا انسان وژنه غیراسلامي ده، غیر افغاني ده او غیر ملي ده.»

ولسمشر همدارنګه وویل چې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره، په هېواد کې یې د دولتي ځواکونو د یرغلي بریدونو مخه نیولې ده:«خو هغوی دې په یوه څه پوه شي که چېرې ضد و ضد بازي وي وشي، زه چې یو مات سړی یم نه زما جامه بدله شوې او زه نه وایم چې ولسمشر یم، زه د کار لپاره پیدا شوی یم، خو که چېرې په غوصه مو کړم، بیا له ځانه ګله وګړئ.»

طالبانو څو ورځې مخکې له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د سمنګان ولایت د ملي امنیت پر یوه مرکز وچاودوه. په دغې پېښه کې کابو پنځوس تنه مړه او ټپيان شول.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازی هم پر ښکېلو لورو په ځانګړې توګه طالبان په هېواد کې د تاوتریخوالي د کموالي د تړون پر ماتولو تورن وي.
 
د ولسي جرګې غړی ضیاء الدین اکازی وايي:«طالبان هېڅکله په خپلې ژمنې او وعدې باندې ولاړ نه دي. موږ په ټول افغانستان کې هره ورځ قرباني ورکوو. تاسې وینئ چې زموږ امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي، خو طالبان هره ورځ پر مرکزونو، ولسوالیو او ولایت بریدونه کوي، تاسو په سمنګان کې ځانمرګی او چاودنه ولیده.»

د هېواد په ډېریو برخو کې امنیتي وضعیت اندېښمنونکی دی. د ننګرهار د ولایتي شورا ځینې غړي هم په دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمد علي وویل:«د طالبانو او ای اېس ای په مرسته ځينې بهرني ترهګر د پاړه چنار له لارې ننګرهار ته ننوتلي او وغواړي چې یوځل بیا ټول مشرقي ناامنه کړي.»

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم تېره ورځ وویل چې، امریکايي ځواکونو په زابل، هلمند او غزني کې د غیرجنګي سیمو په بمبارولو سره لاسلیک شوې هوکړه تر پښولاندې کړې ده.

امریکايي ځواکونو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هغو معلوماتو او شمېرو له مخې چې طلوع نیوز ته رسېدلي د دې ښکارندويي کوي چې، له تېرو ۴ میاشتو راهیسې د طالبانو په بریدونو کې ډېروالی راغلی دی.

شریک یي کړئ