Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت د طالبانو ۷۱۰ تنه نور بندیان هم ازاد کړل

د ملي امنیت شورا وايي چې افغان حکومت پرون او نن ۷۱۰ طالب بندیان د هېواد له څرخي پله، بګرام او نورو ولایتونو له بندخونو ازاد کړل.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وايي چې ټاکل شوې ده چې نن شپه او سبا ځينې نور طالب بندیان هم ازاد کړل شي چې د دوه زره طالبان بندیانو د ازادولو په اړه د ولسمشر فرمان پلی شي.

ولسمشر غني تېره اوونۍ - د اختر په ورځ - د طالبانو تر دوه زره بندیانو د ازادولو په اړه فرمان صادر کړ - هغه فرمان چې حکومت هغه د طالبانو له لوري د اوربند د اعلان په پار ښه نیت وباله.

حکومت له دې مخکې هم کابو دوه زره طالبانو د هېواد له بندخونو ازاد کړي دي. ۱۱۰۰ دغه بندیان له اختر مخکې او او ۹۰۰ هم د اختر په ورځو کې ازاد کړل شول.

ورته مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهل شاهین وايي چې دغې ډلې هم نن ۷۳ دولتي بندیان چې له دوی سره په بند کې وو ازاد کړي دي.

د دغه ویاند په وینا، طالبانو تراوسه ۴۲۰ دولتي بندیان ازاد کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پربنسټ ټاکل شوې ده چې حکومت د طالبانو تر پنځو زرو او طالبان هم د زرو دولتي بندیان ازاد کړي.

طالبان ټینګار کوي چې باید ټول پنځه زره طالب بندیان ازاد کړل شي چې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته لار هواره شي.
 
شریک یي کړئ