Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت د لانجمنو طالب بندیانو د ازادولو بهیر پیل کړ

افغان حکومت د پنجشنبې په ورځ د ۸۰ طالب بندیانو له ازادولو سره د دغې ډلې د لانجمنو بندیانو د ازادولو بهیر چې ویل کېږي د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل په وړاندې خنډ دی، پيل شو.

د ملي امنیت شورا دفتر په یوه ټویټ کې لیکلي دي چې دغه ۸۰ تنه بندیان د هغو ۴۰۰ بندیانو له ډلې دي چې د مشورتي لویې جرګې تېره اوونۍ د هغوی خلاصون تایید کړ او ولسمشر غني له هغې یوه ورځ وروسته د هغوی د ازادولو فرمان لاسلیک کړ.

تمه کېږي چې د دغو بندیانو د ازادولو بهیر له بشپړېدو وروسته، د افغانانو ترمنځ مذاکرات پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبان بندیانو د ازادولو بهیر کې د ځنډ له امله پر حکومت نیوکه شوې ده.

که څه هم حکومت وايي چې د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو له ډلې ۱۵۶ تنه په اعدام محکوم دي، طلوع نیوز داسې سند ترلاسه کړی، د دې ښودنه کوي چې یوازې د څرخي پله او بګرام په بندخونو کې ۱۲۲ طالب بندیان چې پر اعدام محکوم دي ساتل کېږي.

پر اعدام د ۱۵۶ محکومو طالب بندیانو ترڅنګ، حکومت وايي چې ۱۰۵ تنه نور طالب بندیان حق العبدي مسایل لري او ۳۴ تنه هم په انسان تښتونې، ۵۱ د نشه يي توکو پر قاچاق، ۴۴ تنه د حکومت او د افغان حکومت د متحدانو په تور نوملړ کې شامل دي او  ۶ تنه هم په اخلاقي جرم بندیان دي. 

شریک یي کړئ