Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان حکومت د طالبانو په اړه د پاکستان ادعاګانې رد کړې

افغان حکومت د پاکستان هغه ادعاګانې چې ګواکې افغانستان ته یې د حقاني شبکې او طالبانو ۲۷ غړي سپارلي رد کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل وايي، اسلام اباد د ۲۰۱۷ کال په نوامبر کې افغانستان ته د طالبانو او حقاني شبکې ۲۷ غړي سپارلي، خو مالومه نه ده چې په دغو کسانو کې د طالبانو او حقاني شبکې لوړپوړي غړي شته که نه؟

اخوا بیا له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې پاکستان افغان حکومت ته د طالبانو او حقاني شبکې هېڅ غړی نه دی سپارلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل وايي، دغو کسانو د پاکستان له خاورې په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه کول.

فیصل زیاته کړه، هېواد یې پر طالبانو او حقاني شبکې فشارونو ته دوام ورکوي او نه پرېږدي چې د دغه هېواد له خاورې استفاده وکړي.

شریک یي کړئ