Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت د چین ناستې ته د ګډون‌کوونکو نوملړ وروستی کړ

افغان حکومت وايي، تر اوسه یې د چین د بین الافغاني ناستې د ګډونوالو نومړ نه دی وروستی شوی او په دې اړه له سیاسي لوریو سره سلا مشورې روانې دي.

د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي چهارشنبې(د لړم په ۱۵مه نېټه) طلوع نیوز ته د پلاوي د نوملړ وروستي کول تایید کړل، خو دا چې په دې نوملړ کې د کومو کسانو نومونو ته ځای ورکړل شوی، څه یې ونه ویل.

صدیقي همداراز دغه ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ناستې لپاره مهمه بولي:«دا ناسته کولی شي چې د تفاهم لپاره زمینه برابره کړي او دا چې د افغانستان لوری له طالبانو سره خبرې اترې ولري، څو بالاخره یوې پروسې ته ورسیږو [ې د دولت او طالبانو ډلې ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي.»

ټاکل شوې وه چې د تېرې اکتوبر میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه چین کې د افغانانو ترمنځ ناسته ترسره شي، خو دغه ناسته د ناڅرګند لامل له مخې وځنډول شوه. تر اوسه نه ده څرګنده چې دا ناسته به کله ترسره کیږي.

ولسمشر غني د چین له بهرنیو چارو وزیر سره په تلیفوني اړیکه کې ددغې ناستې د جوړیدو د څرنګوالي په اړه هوکړې ته رسیدلی، له دې مخکې طالبانو هم د افغانانو ترمنځ ناسته کې د خپل دوولس کسیز پلاوي د ګډون ډاډ ورکړی دی.

بلخوا د سولې عالي شورا مرستیال وايي، د بیجنګ د ناستې د ګډونوالو په لیست کې باید هغه کسان واچول شي چې د سولې په اړه پوه شي.

له دې مخکې د افغانستان د ملي نجات جبهې مشر ویلي په چین کې د افغانانو د غونډې لپاره د ګډون کوونکو د نوملړ د برابرولو پر سر د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ولسمشر غني ترمنځ جنجال روان دی.

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي فعالان د حکومت له مشرانو او سیاستوالو غواړي چې هېواد کې ریښتینې سولې ته د رسېدو لپاره دې اختلافونه پرېږدي.

سیاسي فعال، احمدالله علیزی څرګندوي:«زه له حکومت او سیاستوالو غواړم چې اختلافونه پرېږدې او او پر نوملړ هوکړې ته ورسیږي، ځکه چې افغانستان کې تل پاتې سولې لپاره اختلافونه زمینه نشي برابرولی.»

د افغانستان اسلامي سولې او ترقي ګوند مشر، حاجي دین محمد بیانوي:«که دوی غواړي چې طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي او مسایل یې هوار شي، داسې کسان باید وټاکي چې په دې اړه له مسایلو خبر وي او هم مخلص ووسي سولې ته د رسیدو لپاره، زه باور لرم چې پایله ورکړي.»

ټاکل شوې وه چې د تېرې اکتوبر میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه چین کې د افغانانو ترمنځ ناسته ترسره شي، خو دغه ناسته د ناڅرګند لامل له مخې وځنډول شوه

شریک یي کړئ