Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت له طالبانو سره د خبرو اجنډا چمتو کړې ده

افغان حکومت، تېره ورځ (پنجشنبې، د وري په ۷مه) له طالبانو سره د سولې خبرو مرکچي پلاوی وروستی کړی دی.

اوس د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې دغه پلاوی ټول ګډونه دی او سولې ته د رسېدو لپاره له طالبانو سره د خبرو لپاره اجنډا هم چمتو کړې ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري په دې اړه وايي:«د مرکچي پلاوي له اعلان سره د مذاکرې لپاره د حکومت د چمتووالي په هکله د خلکو اندېښنې حل کړي او همدارنګه زموږ اجنډا هم د مذاکراتو په لړ کې تشخیص شوې او سولې ته د رسېدو او جګړې پای لپاره هره شېبه مذاکرې ته چمتو یوو.»

معصوم ستانکزی، نادر نادري، عبدالمتین بیګ، حبیبه سرابي، عبدالهادي ارغندیوال، خالد نور، کلیم الله نقیبي، عنایت الله بلیغ، شهلا فرید، محمد ناطقي، حفیظ منصور، فوزیه کوفي، باتور دوستم، غیرت الله بهیر، فاطمه ګیلاني، ضرار احمد مقبل، غلام فاروق مجروح، رسول طالب، شریفه زرمتۍ او ایوب انصاري هغه کسان دي چې هغوی حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره غوره کړي دي.

خو ځینې هغه کسان چې په دې نوملړ کې یې نومونه شته وايي د دوی له خپل غوره کېدو او همداراز له طالبانو سره د خبرو له اجنډا خبر نه دي.

د بدلون موج مشره فوزیه کوفي څرګندوي:«کېدای شول د پلاوي ترکیب غوره وي او په دغه پلاوي کې ډېرې ښځې وای. خو د کار پیل دی هیله لرو چې د وخت له تېرېدو سره نورې تخنیکي ډلې هم جوړې شي.»  

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح وویل:«هغه نوملړ چې تېره شپه د رسنیو او خواله رسنیو له خوا خپور شو، زما نوم هم په هغه کې و، خو د دواړو دولتونو د مرکزي چارواکو له خوا کومه اړیکه نه ده نیول شوې او له دغې موضوع بشپړ معلومات نه لرم.» 

له دې سره سم، ځینې ګوندونه دغه نوملړ ټول ګډونه نه بولي.

په تېرو ټاکنو کې د ګلبدین حکمتیار مرستیال فضل الهادي وزین وايي:«نوملړ مناسب نه دی. په دغه نوملړ کې ډېرې ستونزې موجودې دي. او په ټول کې له هغه درناوي سره چې کسانو او اشخاصو ته یې لرو، ګوندونو ته د منلو وړ نه دی.»

په ورته وخت کې طالبانو ته نږدې سرچینې کابل ته د طالبانو د یوه پلاوي له راتګه خبر ورکوي او وايي چې، دغه پلاوی به د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه له حکومتي استازو سره خبرې وکړي. 

د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر اغا څرګندوي:«پلاوی د دې لپاره راځي چې بندیان وڅېړي او واقعاً هغه کسان ازاد کړل شي او بدلون رانه شي.»

د ستراتیژیکو او عامه اړیکو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر په دې اړه وايي:«د طالبانو پلاوی تراوسه نه دی راغلی او که چېرې راتلوونکی وي، د عامې روغتیا له وزیره غوښتنه دا ده چې په هوايي ډګر کې هغوی معاینه کړي.»

د افغانانو تر منځ خبرې باید دوه اوونۍ مخکې پیل شوې وای؛ خو هغه څه چې د مرکچي پلاوي د جوړولو او د طالب بندیانو د خلاصون پر سر اختلاف بلل کېږي، دغه بهیر یې تر اوسه ځنډولی دی. 

اوس تمه کېږي چې د طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته، د افغانانو تر منځ د سولې رسمي خبرې پیل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه