افغان حکومت وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرو اترو پیل - چې ټاکل شوې وه په دغو ورځو کې پیل شي - د طالب پلاوي د نه چمتووالي له امله ځنډ سره مخ شوی دی.
د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وروستی شوی او د طالب پلاوي د چمتووالي وروستي کېدو ته په تمه دي.
ټاکل شوې وه چې دوه ورځې مخکې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی قطر ته سفر وکړي؛ خو تراوسه دا سفر نه دی شوی او څرګنده نه ده چې کله به دا پلاویق قطر ته ولاړ شي.
د روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي:«طالبان تراوسه نه دي حاضر شوي چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي. زموږ تمه دا ده چې طالبان د هوکړې لپاره چمتو شي.»
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري هم وویل:«له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو د لومړني پړاو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت اقدامات او چمتووالی بشپړ شوی او د ګډون لپاره چمتو دي. زموږ له خوا خنډ نشته.»
خو په قطر کې د طالبانو ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي د شنبې په سهار له اسلام آباد نه دوحې ته رسېدلی دی او د خبرو د پېلېدو د وخت د مشخص کېدو لپاره سلامشورې روانې دي.
آزاد خبریال طاهر خان وايي:«اوس خبرې یوازې د مذاکراتو د پيل پر وخت او نېټې دي او کومه ستونزه نه ده پاتې.»
هېوادوال تمه لري چې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لپاره دا مذاکرات ژر تر ژره پېل شي.
د کابل اوسېدونکی محمد وايي:«باید ژر پیل شي. بندیان ازاد شول او باید مذاکرات اوس پيل شي.»
خو د مذاکراتو په پېلېدو کې د ځنډ دلیل څه دی؟
د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع رییس عزیز رفیعي څرګندوي:«طالبانو په واقعیت کې تر ټولو لوړ امتیاز ترلاسه کړ؛ او همدارنګه خپل جنګي ځواک یې زیات کړ او همدارنګه د نړیوال پېژاند امتیاز یې هم ترلاسه کړ. داسې ښکاري چې طالبانو د دغو امتیازو په ترلاسه کولو سره بیا ځلې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو کې حاضر شي.»
په افغانستان کې د یونما د رییس په وینا، ټاکل شوې د افغانانو ترمنځ تر راتلوونکو څو ورځو پيل شي.