Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکل شوې حکومت نن کابو نهه سوه طالب بندیان ازاد کړي

ټاکل شوې افغان حکومت د نن ورځې تر پايه پورې د طالب بندیانو یوه ۹۰۰ کس ییزه ډله له بنده ازاده کړي.

د ملي امنیت شورا طلوع نیوز ته دا خبر تایید کړی دی.

تر اوسه افغان حکومت له بنده یو زرو سل بندیان ازاد کړي دي، چې معمولآ په کوچنیو سل کس ییزو ډلو کې ازاد شوي او دا یې لویه ډله ده چې نن به ازاده شي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت تېره ورځ هم د طالب بندیانو یوه سل کس ییزه ډله د ولسمشر غني د نوي فرمان له مخې ازاده کړه.

ولسمشر غني دوې ورځې مخکې تر دوو زرو طالب بندیانو د ازادولو فرمان صادر کړی ـ هغه فرمان چې ولسمشرۍ ماڼۍ یې د طالبانو لخوا د اوربند لپاره حسن نیت ښیې.

طالبانو هم د حکومت له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې باید ۵ زره بندیان یې ازاد شي.

یادې ډلې د شنبې په ورځ د اختر دریوو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ چې نن یې وروستۍ ورځ ده.

په ځواب کې یې ولسمشر غني هم افغان ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې اوربند په پام کې ونیسي او یرغلییز بریدونه دې ودروي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې ۵ زره طالب بندیان د افغان حکومت له بنده ازاد شي چې تر اوسه له زرو ډېر ازاد شوي دي.

طالبانو تر اوسه ۲۵۰ د افغان ځواکونو بندیان ازاد کړي خو حکومت د ۱۷۰ تنو هویت تایید کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالب بندیانو د ازادولو بهیر دوې اوونۍ مخکې د حکومت لخوا په مؤقت ډول درول شوی وو، خو د ولسمشر فرمان له مخې بیا پیل شو.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت تېره ورځ هم د طالب بندیانو یوه سل کس ییزه ډله ازاده کړه

شریک یي کړئ