د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ له طالبانو څخه غوښتل ترڅو د رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.
ښاغلي غورځنګ چې په یوې ګډې خبري ناسته کې خبرې کولې،وویل کهچېرې طالبان د سولې له بهیر سره یوځای نهشي د خپلو مشرانو له برخلیک سره به مخامخ شي.
هغه زیاته کړه چې په جګړو کې د طالبانو کمزورۍ زیاتې شوې دي او باور لري چې:«چې دغه کمزورۍ به د هغوی په جګړو او مشرتابه کې نورې هم زیاتې شي.»
دغه څرګندوې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو د ملامنصور لومړی مرستیال شیخ هیبت الله اخندزاده یې د هغه ځای ناستی وټاکه.
د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني او د طالبانو د پخواي مشر ملاعمر زوی ملا یعقوب،د طالبانو د نوي مشر ملا هیبت الله مرستیالان ټاکل شوي دي.
ملامنصور د شنبې په روځ(دغبرګولي په ۱)د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په ترڅ کې له یوه بل تن سره ووژل شو.
د ملامنصور له مړینې څخه وروسته افغان حکومت او امریکا اعلان وکړ چې د طالبانو دغه مشر د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو اترو لپاره ستر خنډ وه.له کله چې ملامنصور د طالبانو مشر شو،د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دغې ډلې بریدونو زیاتوالی وموند.
هغه په ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو د مشر په توګه وګمارل شو او دا کار د دغې ډلې په منځ کې د ستونزو د زیاتوالي او په څو ډلو د وېش لامل شو.
ویل کېږې چې ملا هیبت الله د پوځي قومندان په پرتله تر ډېره یو مذهبي مشر دی او په دېر مواردو کې د طالبانو فتواګانې صادروي.
د رپوټونو پر بنسټ،ملاهیبت ۴۵ تر ۵۰ کلونو پورې عمر لري او خپل ډېر عمر یې په افغانستان کې تېر کړی دی.
په دې اړه مو اندونه