د ارزګان ولایت خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له کبله د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان، دادګل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ارزګان والي ویاند، زړګی عبادي وايي چې د خاص روزګان ولسوالۍ امنیه قومندان دادګل، د سیمه ییزو پولیسو قومندان، د ملي اردو د دریم ټولي قومندان، او ۴ تنه سرتېرو نن سهار کابو ۹ بجې (د زمري په لومړۍ نېټه) ماین چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ښاغلي عبادي په وینا ماین په داسې حال کې چاودنه کړې ده چې د یادو پوځیانو موټر د ملي اردو له اډې د امنیه قومندانۍ پر لور روان وو.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.