Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر طالبانو د پوځي فشار پر دوام د اسدالله خالد ټينګار

له طالبانو سره د سولې د هڅو په لړ کې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي چې له دې ډلې سره سوله باید په هېواد کې د یوې بلې جګړې د پیل په مانا نه وي. 

ښاغلی خالد چې د پجشبنې په ورځ (د غبرګولي په ۲۳مه) تخار ولایت ته تللی و، د دغه ولایت له اوسېدونکو سره په لیدنه کې ټينګار وکړ د سولې له هڅو ملاتړ کوي. 

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد څرګنده کړه:«له څه ډارېږو! له سولې زموږ ملاتړ په پټو سترګو نه دی؛ نه غواړو چې سوله د یوې بلې جګړې پيل وي، نه غواړو چې سوله د تسلیمي په مانا وي! خو د سولې لپاره زموږ غېږه پرانیستې ده.»

اسدالله خالد ټينګار کوي چې پر طالبانو به پوځي فشارونه تر هغه دوام وکړي، تر کومه چې دا ډله د سولې د خبرو مېز ته کېني.

ښاغلي خالد زیاته کړه:«دښمن تراوسه له ضد سره جګړې ته دوام ورکړی او د سولې هېڅ غږ ته یې لبیک نه دی کړی؛ نه یوازې دا چې د سولې غږ ته یې لبیک نه دی ویلی بلکې له احمقانه غرور سره یې هر څه رد کړي. زموږ اوسنی فشار د دې لپاره دی چې هغوی اړ کړو د سولې خبرو مېز ته راشي او له موږ سره یو حل لارې ته ورسېږي.»

په داسې حال کې چې طالب ډلې له امریکې سره تراوسه اوه ځله لیدلي دي، خو له حکومت سره مذاکرې ته زړه نه ښه کوي او برغکس د افغان ځواکونو په وړاندې یې د «الفتح» په نامه عملیات پیل کړي دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د طالبانو الفتح عملیاتو هېڅ لاس‌ته راوړنه نه درلوده.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وویل:«په لومړي ګام کې الفتح عملیات چې اعلان کړي وو کلک ګوزارونه خوړلي او ډېره مرګ ژوبله ور اوښتې ده.»

خو له دې ټولو سره سره طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته غاړه نه ده نرمه کړې او نه یې هم اوربند منلی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دم‎ګړۍ سیمې او نړۍ ته د خپل سفر په اړم پړاو کې له افغان وګړو او چارواکو سره د سولې د څرنګوالي په اړه پر سلامشورو بوخت دی. 

خلیلزاد د خپل سفر په دې پړاو کې تراوسه پاکستان، بلجیم، جرمني او افغانستان ته تللی او تمه کېږي چې په قطر کې له طالب استازو سره هم وویني.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي چې تخار ولایت ته د ښاغلي خالد سره ملګری و، وايي، د طالبانو الفتح عملیاتو هېڅ لاس‌ته راوړنه نه لرلې.

شریک یي کړئ