Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'خلک حق لري چې د جګپوړو دولتي چارواکو د فساد په اړه پوه شي'

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وايي، د حکومت د مخکینو وزیرانو د فساد د دوسیو د برخلیک په تړاو د دوی څو میاشتنیو هڅو پایله نه ده ورکړې او آن هغه معلومات چې په لویې څارنوالۍ کې د کومو وزیرانو دوسیې ثبت شوي، نه دي ورکړل شوي.
 
جواد پیکار له خپلو واکونو څخه د ناوړې استفادي او له یوې نامعلومي سرچینې څخه په ترکیه د یو کور په پېرلو تورن دی.

د لویي څارنوالۍ د مالوماتو پر بنسټ، د ښار جوړونې او ځمکو مخکینی سرپرست وزیر د تېرکال په مرغومې میاشت کې له خپلو واکونو د ناوړې ګټنې او له یوې نامعلومې سرچینې په ترکیه کې د یوه کور د اخیستو په تورونو ممنوع الخروج شوی دی.

له دغې پېښې د اوو میاشتو په تېرېدو سره لا هم د دغې دوسیې برخلیک نه دی روښانه شوی.

لویه څارنوالي وايي، په دې اړه یې د خپلو څېړنو پایلې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ته لېږلي..

معلوماتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس عین الدین بهادري وايي:«خلک حق لري چې د ښاغلي پیکار په اړه څه کاره و، څومره پانګه یې لرله او اوس په کوم مالي وضعیت کې دی، پوه شي.»

د افغانستان د څار بنسټ د عدالت غوښتنې او اړیکو رییس ناصر تیموري وویل:«د افغانستان سیاسي مشرتابه د وزیرانو دوسیو ته د رسېدنې لپاره هېڅ هوډ نه لري او عدلي او قضايي بنسټونه د مدیریت د کمزورتیا له امله د قانون پر مطابق عملي نه کوي.»

لویې څارنوالۍ هم تر دې مخکې د حکومتي لوړ پوړو چارواکو د دوسیو د ارزونې په برخه کې د معلوماتو د ورکړې پر مهال د پخوانیو وزیرانو د دوسیو په اړه څه نه دي ویلي.

د ولسي جرګې غړی توفیق وحدت وايي:«د حکومت له لوړپوړو چارواکو ډېری کسان چې لاسونه یې په سترو فسادونو کې ککړ دي، نن له هېواده بهر دي او ځينو یې د ولسمشر غني په ډله کې حضور پيدا کړي.» 

د افغانستان د بیارغونې په چاروکې د امریکا ځانګړي څېړونکي تر دې مخکې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیاسي څېرو د خوندیتوب له شتونه نیوکه کړې وه.

جان ساپکو ویلي چې، افغان حکومت د فساد په تړاو د نیونې څه باندې ۶۵۰۰ حکمونه صادر کړي؛ خو نه شي کولی چې ووايي دغه حکمونه څه وخت عملي کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه