دغه پوښتنه مو له یو شمېر پلازمېن مېشتو سره شریکه کړه.له دې سره چې د هغوی ځينې د هېواد د قانون په اړه په ډېر څه نه پوهېږي؛خو د هغوی ډېری،هغه څه چې په ټولنه کې له قانون څخه تېښته او د دولتي چارواکو له قانون ماتونې څخه هم یادونه کوي، او وايي چې نور له دغه وضعیت څخه ستومانه شوي دي.
حمید هره ورځ په دې ځای کې د ګرځنده ټلېفونونو په پلورلو بوخت دی، زده کړې یې کړې خو د قانون په اړه داسې وايي:«قانون یعنې هر وکړی او کس چې په یوه ځای کې ژوند کوي،باید قانون ته ارزښت قایل وي او هغه کس چې ژوند کوي،باید د دولت له خوا وروسته ارزښت په پام کې ونیول شوی وي.»
دغه کس هم په هېواد کې خپلسري او بې قانوني او همداراز له قانونه د ډېرو خلکو بې خبري د تېرو څو لسیزو د ناخوالو اصلي لاملونه بولي.
قصاب مایل آغا وايي:«خواره واره خلک، په هره کوڅه او بازار کې حضور لري او حکومت هم د هغوی مخنیوی نه شي کولای.»
له بلخوا د عبدالکبیر درد بل څه دی، نوموړی په ځینو دولتي ادارو کې له ناقانونې کړنو سرټکوي.
مېوه پلورونکی عبدالکبیر وايي:«په یوه وزارت کې کار ولرې،کله چې وزارت ته ننوځې،کهچېرې واسطه ونه لرې،در څخه پیسې غواړي،کهچېرې پیسې ور نه کړې کار دې نه ترسره کوي.»
افغانستان په تېرو څو لسیزو کې له ډېرو ناخوالو سره مخامخ وو، په هېواد کې اوسنۍ قانون ماتونې د هماغه ګډ وډیو میراث بلل کېږي.