Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیزاد: د سولې کلۍ په کابل کې ده

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې امریکا په افغانستان د سولې راوستو او د جګړې د پای لپاره بیړه لري. د هغه په وینا، اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغانان د سولې په برخه کې د رامنځته شوې زمینې د استفادې لپاره بیړه وکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت، په یوې خبرپاڼه کې وايي چې ښاغلي خلیلزاد دا ویناوې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۸ مه) کابل کې ځينو خبریالانو ته کړې دي.

د امریکا ځانګړی استازی وايي هغه طالبان هڅولي چې له افغان حکومت سره  هم خبرې وکړي.

هغه وايي:«ما طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره وهڅول. دا زموږ تګلاره ده چې خبرې اترې د افغانانو ترمنځ وي. زه دغه پيغام افغان حکومت ته هم رسوم... افغانان اړتیا لري چې د بین الافغاني خبرو اترو له لارې دغه بندون ته یوه حل لاره پيدا کړي. د افغانانو د ستونزو حل لاره اوس د خپله افغانانو په لاس کې ده.»

ښاغلي خلیلزاد همدارنګه د قطر ناستې په اړه ویلي چې مهم پرمختګونه شوي دي. هغه له اوسنیو شرایطو د یوه فرصت په توګه یادوي او له افغانانو یې غوښتي چې سیاسي اختلافونه څنډې ته کړي او له دغه فرصته استفاده وکړي.

په همدې حال کې خلیلزاد د سولې په بهیر کې د افغانانو د نه دخیل والي لپاره ګنګوسې ردوي. هغه زیاتوي چې په افغانستان کې امنیت او ثبات د امریکا لپاره ستره اندېښنه ده.

هغه وايي:«موږ په ګډه کار کوو څو یوه جامع اوربند ته ورسېږو. موږ له افغان حکومت او له نړیوالو همکارانو سره کار کوو څو دغو موخو ته د رسېدو لپاره د تطبیق وړ میکانیزمونه پيدا کړو.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو په اړه هم خبرې کړي خو وايي چې په دې اړه د قطر په شپږ ورځنۍ غونډه کې بحث نه دی شوی.

زلمی خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې هغه په قطر کې شپږ ورځې پرله‎پسې(د سلواغې له ۶-۱) د افغانستان په اړه د طالبانو له استازو سره سلامشورې وکړې. هغه تېره ورځ کابل ته راغی او د افغان حکومت له چارواکو سره یې ولیدل.

ولسمشر غني نن په یوه وېډیويي پیغام کې د سولې په اړه وویل چې هغه له طالبانو د سولې د احتمالي هوګړو له خطرونو خبر دی. خو هغه ټینګار وکړ چې خبرې اترې باید بین الافغاني وي. غني له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره دې له افغان حکومت سره خبرې پيل کړي - هغه غوښتنه چې له دې مخکې تل د طالبانو له خوا رد شوې ده. 

شریک یي کړئ