Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد:له طالبانو سره هېڅ هوګړه نه ده شوې

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د قطر په دوحه ښار کې له طالب پلاوي سره تر شپږ ورځنیو خبرو اترو وروسته، د کابل په لور حرکت وکړ.

هغه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې دغه شپږ ورځنۍ خبرې اترې د تېرو خبرو په پرتله په ځلونو اغېزناکې وې او په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

ښاغلی خلیلزاد وايي چې تراوسه له طالبانو سره هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې او له یوه لنډې دمې وروسته به بېر ته پيل شي.

هغه وايي:«د خبرو اترو لپاره ځينې موردونه پاتې دي. تر هغې چې په ټولو موردونو هوکړه ونه شي. هېڅ ډول هوکړه نه کېږي، دا توافقات باید بین الافغاني خبرې او هر اړخیز اوربند وي.»

له دې مخکې ځينو سرچینو ویلي وو چې په دغو خبرو اترو کې د امریکا استازي له طالبانو سره له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو د مهال وېش په اړه خبرې کړې دي او زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره هم خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد د کار له پيل راهیسي دا څلورم پړاو دی چې طالب استازي له امریکايي استازو سره ویني. د خبرو اترو دا پړاو د دوشنبې په ورځ (سلواغې په لومړنۍ نېټې) پيل او نن شنبې د سلواغې په ۶ مه نېټه هم دغه خبرې دوام لري.

د ځينو سرچینو پر وینا، امریکا منلې چې خپل ځواکونه له افغانستانه بهر کړي او طالبانو هم شرط اېښی چې د امریکايي ځواکونو د وتلو له مهال وېش سره به اوربند وکړي.

زلمي خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې له طالب استازو سره شپږ ورځنۍ خبرې اترې د تېرو خبرو په پرتله په ځلونو اغېزناکې وې او په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

شریک یي کړئ