Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد افغانستان کې د تاوتریخوالیو پای ته هیله څرګندوي

په قطر کې د سولې له شپږم پړاو پیل سره خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې افغانستان کې به تاوتریخوالی پای ومومي.

د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو په موخه د ناسته د روانې غويي میاشتې په ۱۱مه نېټه پیل شوه.

ښاغلي خلیلزاد چې تېره ورځ(دوشنبې د غويي په ۱۶مه نېټه) د یوې ورځې لپاره د سولې خبرو ځنډولو سره هند کې د دې هېواد له چارواکو سره تر خبرو وروسته، دا ناسته نن په دوحه کې بیا پیل کړه.

د ناستې له پیل سره هم مهاله د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي په خپله تویتر پاڼه کې ټولو افغانانو ته د سولې او سوکالۍ هیله کړې ده.

هغه وړاندې لیکلي دي:« افغانان د اوږدې جګړې نه اغېزمن شوي دي او د روژې مبارکه میاشت د تاوتریخوالیو پای او د سولې د هرکلي میاشت ده.»

همداراز د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رویش کمار په خپله ټوتیر پاڼه کې لیکلي دي چې ښاغلي خلیلزاد له سوشما سوارج سره لیدلي دي

ښاغلي خلیلزاد له هند نه د لیدنې په ترڅ کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې، سوشما سوارج سره هم لیدلي دي.

 د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رویش کمار په خپله ټوتیر پاڼه کې لیکلي دي چې دواړو لورو په سیمه کې د خپلو شریکانو پر ونډې او افغانستان کې پر سولې او پراختیا خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې ده:«هند به راتلونکو ورځو کې مهمو برخو سره کار وکړي.»

په دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو له څلورو ورځو وروسته د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو له امله د یوې ورځې لپاره ودرول شوه، خو د دغه ناسته نن(سې شنبې) بیا پیل شوه.

له دغو خبرو اترو باخبرې سرچینې وايي چې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د څلورو ورځو په لړ کې خبرې اترې د تېرو پنځو پړاوونو د خبرو اترو دوام و.

هندي رسنیو دوشنبې(د غوايي په ۱۶ مه) رپوټ ورکړ چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره په نوي ډیلي کې وویني.

د دغو خبرو په اړه خبرې سرچینې وايي د طالبانو او امریکا استازو په تېرو پنځو ورځو کې د تېرو پړاوونو په دوام خبرې وکړې.

بلخوا طالبانو ته نږدې څېرې وايي چې طالبان د خبرو اترو په شپږم پړاو کې هم د اوربند په اړه د زلمي خلیلزاد غوښتنه نه ده منلې.

د سولې عالي شورا د روژې په مبارکه میاشت کې د اوربند رامنځته کېدو ټینګار کوي او د خبرو د نوي پړاو د پيلېدو لپاره د یوه څېړونکي کمېسیون د جوړېدو او د دواړو لوریو د بندیانو د خوشي کولو خبره کوي.

د ناستې له پیل سره هم مهاله د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي په خپله تویتر پاڼه کې ټولو افغانانو ته د سولې او سوکالۍ هیله کړې ده

شریک یي کړئ