Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد تېرو ۲۴ ساعتونو کې تاوتریخوالی ډېر بللی

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي  استازی، زلمی خلیلزاد وايي تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تاوتریخوالیو له کبله ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه نن(پنجشنبې د زمري په دوهمه نېټه) پر ټویټر پاڼې لیکلي دي راپورونو، عکسونو او شاهدانو د افغان هوايي ځواکونو برید پایله کې د ملکي کسانو او ماشومانو وژل ښکاره کړي دي.

خلیلزاد دغه برید غندلی او په تړاو یې له څېړنو ملاتړ کړی دی.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې امریکا افغانستان کې د طالبانو وروستیو بریدونو په تړاو چې ډېرو کسانو یې په ترڅ کې ژوند وبایلود، خواشیني څرګندوي.

خلیلزاد وايي چې افغانان ژر تر ژره د سولې خبرو پیلېدل غواړي، د هغه په وینا ځکه جګړه کې مرګ ژوبله د خبرو په ګټه نه ده.

خو د هرات سیمه ییز مسوولین بیا وايي هوايي برید کې د طالبانو شپږ قومندانانو او یو شمېر غړي وژل شوي دي.

د والي دفتر زیاتوي پېښه هغه مهال شوې چې عبدالله اکبري، مولوي حیدر، ملا رحمت الله، ذبیح‌الله اکبري، ملا محمد چې په ادریس مشهور دی او ملاعبدالحق مشهور په اسامه له ځینو نورو طالبانو سره راټول شوي وو او د هرات پر دولتي تاسیساتو یې د بریدونو پلان جوړولو.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې برید د واده پر مراسمو شوی او په کې ۸ ملکي کسان وژل شوي دي.

د پېښې شاهدان او ټپیان څرګندوي کله چې له بریدونو وروسته خلک له سیمې په تېښته شول، جنګي الوتکو یې پر موټرو هم بمبار وکړ.

دوی وايي ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

خو طالبانو وايي چې برید پر ملکي کسانو شوی دی.

د هرات حوزوي روغتون مسوولین هم وايي ورته د پېښې له سیمې پنځه ملکي کسان روغتون ته وروړل شوي چې د یوې ښځې روغتیايي حالت نازک دی.

خو د هرات د والي دفتر هم څرګندوي چې د ملکي کسانو یو سراچه ډوله موټر د طالبانو لخوا پر ځای پر ځای شوي ماین برابر شوی او ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله  اوښتې ده.

خلیلزاد وايي چې افغانان ژر تر ژره د سولې خبرو پیلېدل غواړي، د هغه په وینا ځکه جګړه کې مرګ ژوبله د خبرو په ګټه نه ده

شریک یي کړئ