Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره قطر ته سفر کړی

د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د ورځو له شمېرلو سره هم مهاله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د وږي په ۱۵مه) ویلي چې د دغه وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جمعې په ورځ دوحې ته روان شوی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلی خلیلزاد د امریکا له خوا د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لپاره د هڅو د مخته بیولو لپاره سیمې ته سفر کړی دی.

خبرپاڼه کاږي چې افغانان د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي او د یوه سیاسي حل لار چې په هېواد کې د جګړې د پای لامل شي چمتو دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه له افغان مشرانو غوښتل شوي چې له اوسنیو تاریخي فرصتونو څخه استفاده وکړي او «د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لپاره ټول خنډونو له منځه تلل دي او اوس د دغو خبرو د پيل وخت رارسېدلی دی.»

د شنبې په ورځ افغان حکومت وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرو اترو پیل - چې ټاکل شوې وه په دغو ورځو کې پیل شي - د طالب پلاوي د نه چمتووالي له امله ځنډ سره مخ شوی دی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وروستی شوی او د طالب پلاوي د چمتووالي وروستي کېدو ته په تمه دي. 

ټاکل شوې وه چې دوه ورځې مخکې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی قطر ته سفر وکړي؛ خو تراوسه دا سفر نه دی شوی او څرګنده نه ده چې کله به دا پلاویق قطر ته ولاړ شي.

خو په قطر کې د طالبانو ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي د شنبې په سهار له اسلام آباد نه دوحې ته رسېدلی دی او د خبرو د پېلېدو د وخت د مشخص کېدو لپاره سلامشورې روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه ویلي چې افغانان د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي او د یوه سیاسي حل لار چې په هېواد کې د جګړې د پای لامل شي چمتو دي.

شریک یي کړئ