د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ په یوه ټوېټري پیغام کې وویل چې د هند او المان له سفیرانو او همدارنګه د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدلي دي او له هغوی سره یې د افغان سولې په اړه خبرې او مشوره کړې ده.
ښاغلي خلیلزاد وویل چې د افغان سولې په اړه د بل پړاو د چمتووالي په حال کې دی او هیله لري چې ډېرو پرمختګونه ترلاسه شي.
د امریکا ځانګړي استازي کابو دوه اوونۍ مخکې د خبرو اترو اووم پړاو پای ته ورسوه چې د هغه په وینا، دا خبرې ډېرې جوړونکې وې.
دا په داسې حال کې ده چې دوحه د چنګاښ په ۱۶ او ۱۷ نېټه د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو کوربه وه چې په هغه کې دواړو لورو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي په اړه خبرې وکړې او په دې اړه یې یو ګډ پرېکړهلیک هم اعلان کړ.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو، کابل ته په خپل سفر کې وویل چې هیله لري له راروانو ټاکنو مخکې د سولې یوه هوکړه ترلاسه شي.