Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: د تاوتریخوالیو زیاتوالی سولې ته زیان رسوي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی، استازی زلمی خلیلزاد وایي، د تاوترخوالي زیاتوالی د سولې هوکړې پر وړاندې یو ګواښ دی او باید ژر تر ژره کم شي.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه نن(پنج شنبې د کب په ۱۵مه) لیکلي چې دوه شپې مخکې یې په دوحه کې له ملا برادر سره لیدلي او د تاوتریخوالي د کمښت سربېره، د بندیانو د تبادلې په اړه یې هم خبرې کړې دي.

خلیلزاد لیکلي، ټولو سلا کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک موخه، افغانستان کې هر اړخیزې سولې ته لار برابرول دي.

د خلیلزاد په وینا، امریکا ژمنه ده چې د بندیانو د تبادلې اسانتیا برابره کړي او واشنګټن به له هر لوري د پام وړ شمېر بندیانو ازادولو نه ملاتړ وکړي.

خلیلزاد یو ځل بیا پر ټولو افغانانو غږ کړی چې افغانستان دې لومړیتوب ورکړي او د سولې لپاره دې دا تاریخي موکه له لاسه نه ورکوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تېره ورځ کابل ته راغلی دی او له اجرائیه رییس، عبدالله عبدالله او یو شمېر سیاستوالو سره یې لیدلي دي.

 د شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک په دوحه کې لاسلیک شو چې ورته نیول شویو مراسمو کې د ۳۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی وو.

د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته طالبانو د امریکايي ځواکونو پر وړاندې خپل بریدونه ودرول، خو د افغان ځواکونو پر وړاندې یې بریدونه پیل کړل.

تېره وځ د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې وشوې.

خلیلزاد پر ټولو افغانانو غږ کړی چې افغانستان ته دې لومړیتوب ورکړي او د سولې لپاره دې دا تاریخي فرصت له لاسه نه ورکوي

شریک یي کړئ