Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد: د سولې بهیر کې د بریا تضمین نه شي کېدای

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د سولې بهیر کې د بریا تضمین نه شي کېدای، خو د دغې بریا لپاره باید ټول هڅه وکړي.

ښاغلی خلیلزاد په دې باور دی چې افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د تاوتریخوالي د کموالي په برخه کې د رامنځه شوې موکې څخه سمه ګټه واخیستل شي.

زلمي خلیل زاد یو ځل بیا پر خپلې ټوېټر پاڼې د افغان سولې په تړاو لیکلي او د تاوتریخوالي د کموالي په برخه کې یې پرمختګونه په دغه هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هیله منوونکي بللي دي خو نوموړي ټینګار کړی چې په دې بهیر کې د بري ضمانت نه شي کېدای.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له ولسمشر غني سره هم خپلې لېدنې ته نغوته کړې او ویلي یې دي چې په دې لیدنه کې، افغانستان کې د سولې یوه پراخ بهیر ته د چمتوالي د اهمیت پر تړاو سره غږېدلې دي.

خلیلزاد لیکلي:«موږ په تاوتریخوالي کې د کموالي د دې فرصت او د افغانستان د سولې د یوه پراخ بهیر لپاره د چمتوالي پر اهمیت خبرې وکړې. موږ له ټولو افغانانو غواړي چې له دغې موکې نه ګټه واخلي او څه باندې څلور لسیزې بدمرغۍ پای ته ورسوي.»

د امریکا دفاع وزیر یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل په افغانستان کې د تاوتریخوالو د پای ته رسولو لپاره تر ټولو غوره انتخاب ګڼي خو په دې بهیر کې د خطرونو په تړاو هم خبرداری ورکوي.

د امریکا دفاع وزیر مارک سپر په دې اړه زیاتوي:«فکر کوم چې یوه ټولیزه هوکړه شته او زما نظر دا دی چې موږ باید سولې ته یو فرصت ورکړو. د تاوتریخوالیو د پای ته رسولو لپاره سیاسي هوکړه یوه غوره لار ده؛ خو دا یوازی یو غوراوی نه دی. دا د ځينو خطرونو د اخیستو په مانا دی، دا زموږ د ډېپلوماټانو د پیاوړتیا په مانا او دا په افغانستان کې یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره له خپلو همکارانو او متحدانو سره په ګډه د کارکولو په مانا دی.» 

اوس د سولې د هوکړه لیک لاسلیک کېدو ته د امریکا او طالبانو له نژدې کېدو وروسته د سولې په بهیر کې د افغان حکومت له لوري د سیاسي اجماع او ملي اجماع رامنځته کېدل د کابل یو له مهمو ماموریتونو بلل کېږي.

د جګړې او سولې د مطالعاتو د انسټېټیوټ مسوول تمیم عاصي په دې اړه څرګندوي:«زما اخیستون دا دی چې حکومت باید درې کارونه ژر او په بيړه ترسره کړي؛ لومړی د افغانستان د سیاستوالو ترمنځ یوه اجماع جوړه کړي؛ پر یوې واحدې طرحې او پر یوه واحد ټول شموله مرکچي پلاوي چې د افغانستان له ټولو خلکو استازیتوب وکړي. دویم کار چې حکومت یې باید وکړي دا دی چې باید د سولې جوړښتونه او ادرسونه واحد او ساده کړي؛ اوس موږ بېلابېل ادرسونه لرو د بېلګې په توګه د سولې عالي شورا، د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د ستونزو د حل کمېسیون، د امنیت شورا دفتر، درېیم کار چې حکومت یې باید وکړي دا دی چې د امریکا د مذاکراتو له پای وروسته، پر امنیتي ځواکونو یوه پانګونه وکړي.»

د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق هم وايي:«زه فکر کوم تراوسه هغه تمه چې موږ او د افغانستان خلک یې لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هکړه لیک له لاسلیک وروسته د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل لپاره لږ تر لږه یوه سیاسي اجماع جوړه شي.»   

تر دې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ د افغان سولې په بهیر کې د ملي اجماع د رامنځته کېدو لپاره د یوې لویې جرګې د جوړېدو خبره کړې ده او دغه راز یې د روغې جوړې د مشرتابه شورا د جوړېدو لپاره د سلا مشورو ډاډ ورکړی دی.

شریک یي کړئ