Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد د سولې په تړاو د سفر تازه دور پیل کړ

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر تازه دور پیل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې ویلي دي ښاغلي خلیلزاد تېره ورځ(یکشنبې د چنګاښ په ۸مه نېټه) دوحې ته د طالبانو د قطر دفتر له غړو سره د لیدنې په موخه تللی دی.

اعلامیه کې راغلي دي چې ښاغلی خلیلزاد به د سفر دغه دور کې د قطر ترڅنګ پاکستان او ازبکستان ته هم سفر ورکړي.

د سفر موخه هم د بین الافغاني خبرو، افغانستان کې د تاوتریخولي کمښت او د بندیانو ازادولو په تړاو د ملاتړو جذب ښودل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې چې د کرونا ویروس خپرېدو له کبله به خلیلزاد کابل ته سفر نه کوي او د هغه په ګډون ورسره ډله به یې د ویډیو کنفرانس له لارې له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امریکا نړیوالې پراختیا پانګونې شرکت عامل مدیر او ډله یې په دې سفر کې د خلیلزاد ملتیا کوي، څو افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وګوري او د اقتصادي حالت ښه والي د دوامداره او سیمه کې د دومداره سولې او ټیکاو لپاره هم فرصتونه وګوري.

شریک یي کړئ