Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد د طالبانو پسرلني عملیاتو اعلان یوه بې پروایانه کړنه وبلله

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د پسرلني عملیاتو اعلان وغنده او هغه یې یوه بې پروایانه کړنه وبلله او زیاته یې کړه چې دا کار د افغانانو د سولې غوښتنې په وړاندې د دوی بې تفاوتي ښيي.

طالبانو د جمعې په ورځ (د وري په ۲۳ مه) د پسرلني عملیاتو پيل اعلان کړ.

ښاغلي خلیلزاد چې تراوسه له طالبانو سره پنځه ځله خبرې اترې کړې دي، وویل چې د دې انګېرل چې د حکومت د امنیتي طرحې د اعلان له امله تاوتریخوالی به زیات شي یو غیر مسوولانه کړنه ده.

هغه په خپل توېټر پاڼه کې لیکلي:«د افغانستان خلکو په څرګنده د سولې لپاره خپل غږ پورته کړ.»

ښاغلي خلیلزاد وویل چې د طالبانو پسرلني عملیات به د سولې د هڅو پرمختګ ونه شي او که‎چېرې دا عملیات اجرايي شي، پایله به یې د زرګونو نورو قربانیو له درد او کړاو څخه پرته بل څه نه وي.

هغه لیکلي:«په داسې حال کې چې افغانان باید د خبرو اترو لپاره سره راغونډ شي څو د یوې ګډې راتلوونکې په اړه سره پرېکړه وکړي، د جګړې لپاره یو اقدام دا جوتوي چې طالبانو په تېرو لارو کې ښکېل دي. ډېری طالبانو د جنګیالیو په ګډون او ځينې مشران یې له دغه اعلان سره مخالف دي.»

ښاغلي خلیلزاد وویل چې افغانان هم باید دغه اقدام وغندي.

هغه زیاته کړه:«ټول افغانان باید دا اعلامیه وغندي. د امریکا په استازیتوب زه د طالبانو د پسرلني عملیاتو اعلان غندم او له پاکستان، قطر او نورو هېوادونو څخه چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي، غواړم څو همدا کار وکړي.»

ښاغلي خلیلزاد یو ځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا او نړیوال همکاران یې د افغان ځواکونو ترڅنګ افغانستان کې د جګړې د پای لپاره به هڅې وکړي.

هغه په پای کې لیکلي:«د افغانانو وژل باید ودرلو شي. ټولې خواوې باید غیر ضروري تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د هغه پر ځای په بین الافغاني او نړیوالو خبرو اترو کې ونډه واخلي، چې په روان کال کې د سیاسي حل لارې د تګلارې او جګړې د پای لامل شي. افغانان سوله غواړي او امریکا یې تر څنګ ولاړه ده.»

ملي دفاع وزارت د طالبانو له خوا اعلان شوي عملیات تبلیغات بولي.

بلخوا ولسمشر غني کابو لس ورځې مخکې د نوي لمریز کال امنیتي پروګرام تایید کړ.

طالبانو د جمعې په ورځ (د وري په ۲۳ مه) د «الفتح» په نامه د پسرلني عملیاتو پيل اعلان کړ. خو د دغو عملیاتو اعلان له بېلابېلو غبرګونو سره مخ شول.

شریک یي کړئ