Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد د ولسمشر د لوړې مراسمو له ځنډولو هرکلی کړی

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه د ولسمشر د لوړې مراسمو له ځنډولو چې ټاکل شوې وه سبا پنجشنبې ترسره شي، خبر ورکړی.

 ښاغلي خلیلزاد نن(چهارشنې د کب په ۷مه نېټه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ میاشتې تر ۹ پورې د ولسمشر د لوړې مراسمو له ځنډولو خبر ورکړی.

ښاغلي خلیلزاد د حکومت له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی او لیکلي یې دې چې راتلونکي حکومت کې به ټول سیاستوال ډاډ ترلاسه کړي چې په کې ګډون لري.

په همدې حال کې له ولسمشرۍ ماڼۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې د لوړې مراسمو د ځنډولو لامل د ډېرو تخنیکې چمتووالي لپاره تابیاوې بللې دي او ویلي دي چې د لوړې مراسم د کب میاشتې تر ۱۹مې پورې ځنډېلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي:«د کرونا ویروس د خپرېدو اوازې، د بهرنیو لوړرتبه مېلمنو د راتګ لپاره د وخت کمی او مراسمو لپاره د لا ډېر تخنیکي چمتوالي اړتیا، د دې سترې ملي برنامې د ځنډ اساسي لاملونه دي.»

خبرپانه کې همداراز راغلي دي:«‎له تخنیکي برخو، سیاستوالو، قومي مشرانو، د دولت جوړوونکې ډلې مشرتابه او د افغانستان نړیوالو شریکانو سره له پراخو او هر اړخیزه مشورو وروسته دا مصلحت وګاڼه چې د لوړې مراسم د کب په ۱۹ ترسره کړو.»

تر دې مخکې د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی و چې امریکا هڅه کوي د ولسمشر غني د لوړې مراسم له دې کبله وځنډوي چې د ټاکنو پر سر ناندرې د سولې بهیر ګواښ سره مخامخ نه کړي.

راپور  همداراز هغو اندېښنو ته اشاره کړې وه چې د ولسمشر غني لخوا د لوړې مراسمو ترسره کول به د اجراییه رییس، عبدالله عبدالله سره ستونزې زیاتې او د سولې روان بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي.

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو اعلان سره ولسمشر غني بریالی اعلان کړ، خو عبدالله عبدالله هم ځان د ټاکنو بریالی وباله او اعلان یې وکړ چې "ټول شموله" حکومت به رامنځته کوي.

راپور کې زیاته شوې چې د ستونزو راپورته کېدو اندېښنې لپاره د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد د یوې اوونۍ راهیسې په کابل کې دی او هڅه کوي چې غني او عبدالله د لوړې مراسمو له ترسره کولو منع کړي.

همداراز ښاغلي خلیلزاد دوشنبې له پخواني ولسمشر حامدکرزي، ګلبدین حکمتیار، عبدرب الرسول سیاف، جنرال دوستم او ځينو نورو سیاستوالانو سره کتلي دي او د ټاکنو د پایلو له امله رامنځته شویو جنجالونو د هواري په هکله یې ورسره سلامشورې کړې دي.

همدا شان افغانستان کې د ناټو ملکي استازی، نیکولاس کي له ټولو خواوو غواړي چې ملي یووالي او سولې بهیر ته لومړيتوب ورکړي او امریکا له هغو کسانو چې د ستونزو لامل کیږي، ملاتړ نه کوي.

 ښاغلي خلیلزاد ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ میاشتې تر ۹ پورې د ولسمشر د لوړې مراسمو له ځنډولو خبر ورکړی

شریک یي کړئ