Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: طالبان دې په روژه کې تاوتریخوالی کم کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي  خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې د روژې میاشتې لپاره دې خپل یرغلییز بریدونه ودروي.

نوموړي نن(یک‎شنبې د غويي په ۷مه نېټه) پر ټویټر پاڼې:« روژه دغه راز طالبانو ته یو فرصت ورکوي چې د روغتیایي کړکیچ تر پایه، د بشري چارو لپاره اوربند ومني چې اورکم او پوځي تهاجمي عملیات ودروي.»

ښاغلي خلیلزاد د روژي میاشتې مبارکۍ سره زیاته کړې چې په دې کې باید د نورو په اړه هم فکر وکړو:«په دې بې ساري وخت کې، د تفکر او د نورو په اړه د فکر کولو فرصت، یو نعمت دی.»

هغه له افغان حکومت او طالبانو دا غوښتنه هم کړې چې د کرونا ویروس خپرېدا سره دې د بندیانو خوشې کول چټک کړي.

نوموړي زیاته کړې ده:«‎دواړې خواوې باید د بندیانو خلاصون چټک کړي. د کووید۱۹ ناروغۍ پر وړاندې مبارزه دا امر چټک کوي او او د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو په ګډون، د سولې له بهیر سره هم مرسته کوي.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خپل مخکني ټویټ کې ویلي هم افغانستان کې د تاوتریخوالیو کمښت په تړاو د اسلامي هېوادونونو د کنفرانس له غوښتنې هرکلی کړی وو.

هغه لیکلي وو:« موږ د اسلامي همکاریو کانفرانس د دې غوښتنې هرکلی کوو چې، د د کووید ۱۹ ناروغۍ ګواښ له کبله، په افغانستان کې اورکم او د دومداره اوربند ور پرانیستل شي.»

خلیلزاد ویلي وو:«‎د سولې له بهیر نه د دې سازمان د اوږدمهاله ملاتړ او پر ټولو خواو یې د بین الافغاني مذاکراتو ته د تلو له غږ نه هم، هرکلی کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ځينو برخو کې د اوربند له زیاتوالي سره هم مهاله، ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د له غرمې وروسته د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو له امله له طالبانو وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او پر یوه اروبند هوکړه وکړي.

ولسمشر غني په خپل پیغام کې ویلي:"په دغه حساس وضعیت کې چې کورونا په ټول هېواد کې خپور شوی، له طالبانو د افغانستان د حکومت او خلکو غوښتنه دا ده چې د روژې مبارکې میاشتې د درناوې په پار زموږ د سولې او اوربند غږ ته لبیک ووايي او د افغانستان د مسلمانو خلکو پرضد له تاوتریخوالي لاس واخلي او سوله ییز ژوند ته دې مخه کړي."

خو د ولسمشر له دغه پيغام نه څو ساعته وروسته، طالبانو دا غوښتنه رد کړه او د هغه علت یې د سولې هوکړه لیک عملي کېدو ته بې پامي بللې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټ کې لیکلي:"اسلامي امارت له امریکا سره د هوکړه لیک له لاسلیک سره جامع میکانیزم ومنه، د امنیت شورا او نړیوالې ټولنې هغه تایید کړ که چېرې عملي شي موږ سولې او اوربند ته رسوي. د کورونا له امله د زرګونو بندیانو له خطر سره مخ کول، د سولې بهیر او په بشپړه توګه د هوکړه لیک مخنیوی سربېره، د اوربند غوښتل معقول نه دي."

دا په داسې حال کې ده چې په ځينو ولایتونو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده. په تېرې یوې اوونۍ کې په لسګونه افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

ښاغلي خلیلزاد له افغان حکومت او طالبانو دا غوښتنه هم کړې چې د کرونا ویروس خپرېدا سره دې د بندیانو خوشې کول چټک کړي.

شریک یي کړئ