Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: لا هم ملکي کسان له روانې جګړې زیان ویني

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي که څه هم افغانستان کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې کچه څه ناڅه راکمه شوې ده، خو لا هم د جګړې قربانیان دي.

هغه افغانستان کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په تړاو د یوناما راپور ته په اشارې وايي چې تېرو اتو کالو پرتله فبروري میاشت کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله ۲۹ سلنه راټیټه شوې وه.

خلیلزاد همداراز زیاته کړې:«ملکي کسان لاهم د چاودنو، هدفي ترورونو او د جګړې له نورو دوامدارو پایلو رنځ وړي. د دوی د ساتنې(ملکي کسان) ټول لوري باید اوس له تاوتریخوالي لاس واخلي.»

دی زیاتوي چې دې وروستیو کې د طالبانو په بریدونو کې دا لاسته راوړنه له ګواښ سره مخامخ کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازي همداراز زیاته کړې ده چې افغان حکومت او طالبان باید د بندیانو خوشې کول چټک او تاوتریخوالی کم کړي، څو د افغانانو ترمنځ د خبرو او دایمي سولې لامل شي.

خلیلزاد ټینګار کړی دی چې د ملکي کسانو مرګ ژوبله باید کمه شي، په داسې حال کې چې باید له کرونا ویروس له جګړه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملي امنیت شورا دفتر ویلي وو چې د ولسمشر د فرمان له مخې تر اوسه ۵۰۰ طالب بندیانو د حکومت له بنده خوشې شوې دي او ټاکل شوې ۱۰۰۰ نور هم خوشې شي.

سره له دې چې ټاکل شوې وه د ولسمشر غني د فرمان له مخې د ورځې ۱۰۰ طالب او ۲۰ تنه افغان سرتېري خوشې شي، خو حکومت د ۵۰ ورځو په تېرېدو سره ۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړې دي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند، جاوید فیصل په دې اړه وویل:«د بندیانو د خوشې کولو بهیر یوه پیچلې او عدلي دوره ده چې د ولسمشر د فرمان له مخې روانه ده، د دغه بهیر له مخې تر اوسه ۵۵۰ بندیان خوشې شوې دي او ۹۵۰ نور به هم خوشې شي چې هم کرونا سره مبارزه ده او هم سولې بهیر مخې ته ولاړ شي.»

په همدې حال کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند کندز کې د ۵۲ بندیانو له خوشې کولو هم خبر ورکړ او له دې سره د طالبانو له بنده تر اوسه ۱۱۲ تنه ازاد شوې دي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له هوکړې نېږدې دوې میاشتې تېرې شوې دي. د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې لسو ورځو کې ۵۰۰ طالب بندیان خوشې شي، خو دا بهیر پڅ مخې ته ولاړ او د افغانانو ترمنځ هم د سولې د خبرو پیل تر اوسه نه دی مالوم.
 
خلیلزاد وايي چې حکومت باید د بندیانو خو شې کولو بهیر چټک او تاوتریخوالی کم کړي

شریک یي کړئ