Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'خلیلزاد له طالب پلاوي سره د سولې خبرو د بیا پیل په اړه لیدلي'

د سولې له خبرو اترو خبر لرونکې سرچینې وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملاغني برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره د سولې خبرو د بیا پیل لپاره خبرې کړې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې کابو یو کال دوام درلود، خو تېره میاشت د امریکې د ولسمشر له خوا ودرول شوې.

له پاکستاني چارواکو سره د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي کتنې د سولې هڅې یو ځل بیا تر یوه بریده راژوندۍ کړې دي، ځینو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي د طالبانو دغه پلاوي د جمعې په ورځ له زلمي خلیلزاد سره کتلي چې په هغې کې یې له طالبانو څخه د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشي کولو په اړه د خبرو ترڅنګ د سولې د خبرو د بیا پیلولو په هکله هم خبرې کړې دي.

سیاسي فعال نظر محمد مطمئن په دې اړه وویل:«د خبرو اترو له درېدو وروسته هم هېڅکله، د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ اړیکې درول شوې نه وې. هو! خلیلزاد د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره په پاکستان کې لیدلي دي او ښاغلی خلیلزاد بېرته امریکا ته ستون شوی.»

که څه هم د یو شمېر طالبانو په بدل کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشي کولو لپاره له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د سلامشورو په اړه نه تایید شوي رپوټونه خپاره شوي، تازه طالبانو ته نږدې سرچینې وايي د دغې ډلې یوولس مهم غړي له بګرام زندانه خوشي شوي دي.

د کونړ لپاره د طالبانو پخوانی نومول شوی والي شیخ عبدالرحیم او مولوي عبدالرشید بلوڅ په خوشي شویو کسانو کې دي، خو روښانه نه ده چې ایا د امریکايي پوهنتون دوه استادان هم خوشي شوي که نه؟

د طالبانو پخوانی قوماندان سید اکبر آغا وايي:«زما په ان، د راتلونکې غونډې په اړه خبرې شوې دي؛ دا چې مخکنۍ خبرې دوام پیدا کړي او یا هم له سره پیل شيو په دې اړه نور جزیات په واک کې نشته.»

خو د سولې عالي شورا له اوربند پرته له طالبانو سره د سولې خبرو بیا پيلېدل اغېزمن نه بولي.

د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد څرګندوي:«خبرې پیلېږي، خو مسله دا ده چې پر اوربند هم خبرې وشي. ځکه چې څومره چې جګړه زوروه وي، پر مذاکراتو هومره اغېزه کوي.»

د سولې خبرو په اړه ځینې سرچینې وايي په اوسني وخت کې د طالبانو او امریکا استازي د خبرو د بیا پيلېدو د څرنګوالي په هکله په سلامشورو بوخت دي.

یوه میاشت مخکې له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد کابو یو کلنې خبرې په کابل کې د یوې چاودنې په غبرګون کې د امریکا د ولسمشر لخوا ودرول شوې.

له پاکستاني چارواکو سره د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي کتنې د سولې هڅې یو ځل بیا تر یوه بریده راژوندۍ کړې دي.

شریک یي کړئ