Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد له ولسمشر غني سره د دوحې ناستې په تړاو ولیدل

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په قطر کې د سولې په تړاو د طالبانو له استازو سره د ناستې په تړاو له ولسمشر غني سره لیدنه درلوده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې دا ناسته چې یک‎شنبې(د سلواغې په ۷مه نېټه) ناوخته شوې، په تر څ کې یې خلیلزاد یو شمېر هغه راپورونه چې د رسنیو لخوا د دوحې ناستې په تړاو خپاره شوي، رد کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي:«ښاغلي خلیلزاد ولسمشر ته د معلوماتو ورکولو پر مهال په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو په اړه په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې خپاره شوي ناسم معلومات او ګنګوسې، رد کړې، او ویلي یې دي چې د افغانستان د نظام د راتلونکي جوړښت په اړه یې له طالبانو سره هیڅ راز خبرې او بحث نه دی کړی.»

خبرپاڼه کې د ښاغلي خلیلزاد له قوله لیکل شوي دي:«مؤقت حکومت موضوع په بشپړه توګه ناسمه ده او په دغو خبرو کې په هیڅ وجه نه ده مطرح شوې او دا زما په صلاحیت او مسوولیت کې نه راځي، زما د صلاحیت موضوع دا ده چې یوازې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړم.»

د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي خلیلزاد ویلی چې له طالبانو سره یې خبرو کې یې ټینګار بر بین الافغاني خبرو اترو وو او دی سولې ته د رسېدو یوازېنۍ لار همدا بولي.

هغه وړاندې ویلي دي چې طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو غوښتنه کوي، خو امریکا تر اوسه په دې برخه کې هوکړه نه ده کړې.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي دي:« که چېرې د بهرنیو ځواکونو په اړه هر ډول تصمیم نیول کېږي دا به په ټاکلي وخت له افغان دولت سره په همغږۍ په تفصیلي ډول تر بحث لاندې نیول کېږي.»

ډاکټر خلیلزاد په دې اړه چې ایا طالبان به د بین الافغاني مذاکراتو په اړه پرېکړه وکړې او که نه؟ څرګنده کړې، د پاتې موضوعاتو د تعقیب لپاره به بیا له طالبانو سره وګوري.

په دې لیدنه کې ولسمشرغني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد له هڅو چې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل په  موخه یې کړې دي، ستاینه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د دورې د مالیې وزیر، آغاجان معتصم یک‎شنبې(د سلواغې په ۷مه نېټه) طلوع نیوز ته وویل چې قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ خبرې حساس پړاو ته رسېدلې  او دواړه خواوې پر یوشمېر مسایلو هوکړې کړې او یا هم هوکړې ته نېږدې شوې دي.

دی زیاتوي چې له همدې کبله طالبانو د هوکړو د پلي کولو لپاره صلاحیت‎لرونکي کس ته اړتیا درلوده، نو ځکه یې ملابرادر ته یو شمېر سیاسي واکونه ورکړل.

دی وړاندې وايي:«دا چې ملابرادر د طالبانو ترمنځ نفوذلرونکی کس دی، نو یو شمېر سیاسي واکونه د شیخ ملا هبت الله اخندزاده لخوا ده ته ورکړل شول او همدارا ز به د طالبانو د مستیاله په توګه خپله دنده ترسره کړي.»

دغه پخواني طالب چارواکي همداراز څرګنده کړه چې دواړه خواوې پر مهمو مسایلو سره سلا شوې دي او پرېکړه شوې چې شوې هوکړې له خپلو مشرانو سره شریکې کړي.

دی زیاتوي، پرېکړه شوې چې هوکړې به په نېږدې راتلونکې کې لاسلیک او د افغانستان له خلکو سره به هم شریکې شي.

ملابرادر د طالبانو د ډلې له بنسټو اېښودونکو دی له هغو څلورو کسانو له ډلې دی چې په ۱۹۹۴ زیږدیز کال کې یې د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو ډله رامنځته کړه. دی په ۱۹۶۸ زیږدیز کال د ارزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې زیږیدلی او په قوم پوپلزی دی.

ښاغلي خلیلزاد له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي دي چې له طالبانو سره یې یوازې د اوربند پرسر خبرې کړې، خو کومې هوکړې ته نه ده شوې

شریک یي کړئ