Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد: نړۍ افغانستان کې د اسلامي امارت راتګ نه غواړي

 افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي د اسلامي امارت بیا راتګ د نړۍ لپاره د منلو نه ده او ورته د سرې کرښې په توګه ګوري.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د لومړي ځل لپاره، افغانستان ته د اسلامي امارت د بېرته احتمالي راتګ په اړه راولاړو شویو اندېښنو ته ځواب وايي.

نوموړی زیاتوي:«د نړیوالې ټولنې سره کرښه ده! ملګرو ملتونو وویل چې د روسیې  او امریکا اعلامیه کې مو ولیدل، د امریکا اروپا اعلامیه کې مو ولیدل، یوه نړیواله اجماع شته ده او دا کار باید ونشي.»

خلیلزاد په دې اړه وړاندې وايي:«غواړو په هغه فصل کې چې د  امریکايي ځواکونو کمښت پیلیږي، دا مسله هواره شي.»

سره له دې چې، خلیلزاد وايي لاتراوسه هم د افغانانو تر منځ د خبرو نېټه نه ده روښانه شوې؛ خو هیله څرګندوي چې، دغه خبرې به له پیلېدو وروسته په سلو ورځو کې پایلې ته ورسیږي.

له دې سره سره، زلمی خلیلزاد له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتنې د څرنګوالي او دا چې دغه بهیر به د هېواد له کومې برخې پیل شي؛ جرییات نه ورکوي.

له دې سره سم، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ وروستۍ شخړې د هېواد په زیان بولي او د دغې مسالې پر حلېدو ټینګار کوي:«اوس طالبانو یوه برخه سیمه نیولې ده، داسې شي چې د ډاکټر اشرف غني حکومت د سیمې یوه برخه ونیسي او د ډاکټر عبدالله عبدالله حکومت بله برخه ونیسي، دا یو لوی ګواښ دی او تاریخي تېرودنه ده.»

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو تر منځ په هوکړه کې، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د طالبانو د همکاریو په اړه یادونه شوې؛ خو خلیلزاد په دې اړه پریکنده ځواب نه وايي:«یو ګډ چینل لرو چې هره ورځ دوحه کې ناسته کوي(موږ پوځیان او) طالبان دي او په یو وخت کې مو داسې ترتیب کړی دی چې وګورو همدا استخباراتي فوکس هم پر همدې وشي چې دا کار هملي کیږي او که نه کېږي.»

په دې مرکه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې تل پاتې والی، د طالبانو کړنو پورې تړلی بولي.

خلیلزاد دغه راز په ټېنګار سره وايي چې امریکا په افغانستان کې د موازي حکومت طرفداره نه ده

شریک یي کړئ