Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'خلیلزاد هڅه کوي د تاوتریخوالي کمښت په اړه له طالبانو ژمنه واخلي'

د منځنۍ او سوېلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، طالبان هڅوي چې د تاوتریخوالي د کموالي په اړه له هغوی ژمنه واخلي.

دغه امریکایۍ چارواکې پر دې ټينګار کوي چې اصلي تمرکز د تاوتریخوالي پر کمښت دی چې سولې ته د رسېدو لپاره زمینه برابره کړي.

اغلې وېلز نوي ډیلي، سریلانکا او اسلام آباد ته له سفر وروسته دا څرګندونې کوي:«تمرکز د تاوتریخوالي پر کمښت دی څو د افغانستان خلک وکړای شي هغه وویني، احساس کړي، او له هغې ستاینه وکړي.»

خو افغان حکومت د اوربند ټينګښت د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره وارله مخه شرط ګڼي.

د ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیرۍ څرګندوي:«د تاوتریخوالي کمښت معنی نه لري او طالبان د اوربند په اړه له هوکړې سره دې د افغانستان خلکو ته خپله ژمنه وښيي.»

بل خوا د سولې له خبرو خبرې سرچینې وایي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمېدو د وخت غځېدل او د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر پټن ځایونو غور کول او دغه راز له افغان حکومت سره د زندانیانو تبالدله طالبانو ته د واشنګټن وړاندیزونه دي.

د سولې د ولسي ټولګې رییس سیداکبر آغا په دې اړه وايي:«اوس چې امریکایانو دا غوښتنه کړې، له طالبانو پرته - نورو ته هم ووايي چې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه مرسته وکړي. دا طالبانو ته نوی وړاندیز دی.»               

بل خوا د اجرایه رییس  عبدالله عبدالله او مخکني ولسمشر حامد کرزي  په ګډون ځينې سیاستوالو د سولې په تړاو یوې ناسته کې ټینګار وکړ چې اجازه به ورنه کړي چې د سولې بهیر انحصار شي.

په وروستیو څو ورځو کې طالبانو ته نژدې سرچینو ویلي دي چې دې ډلې د تاوترخوالي د کمښت طرحه چې د افغانستان په لویو ښارونو کې د تاوتریخوالي کموالی په کې رانغاړل شوی د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ته سپارلی دی او د دې طرحې له سپارل کېدو وروسته افغان حکومت اعلان کړی دی چې د تاوتریخوالیو کموالی ناڅرګند دی او د منلو وړ به نه وي.

اغلې وېلز نوي ډیلي، سریلانکا او اسلام آباد ته له سفر وروسته دا څرګندونې کوي.

شریک یي کړئ