Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد ټینګار کوي چې له طالبانو سره دې خبرې اترې چټکې شي

په قطر کې له طالب استازو سره د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې اترې تېره ورځ ماښام (پنجشنبې د غوايي په ۱۹ مه) له نهو ورځو وروسته پای ته ورسېدې.

ښاغلی خلیلزاد وايي چې په دغو خبرو اترو کې ځينې پرمخګتونه شوي دي. 

ښاغلي خلیلزاد په خپل تویټر پاڼه لیکلي دي:«د دوحې د خبرو بهیر مو پای ته ورساوه، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو د چوکاټ د ټاکلو د اړخونو په اړه یو لړ پرمختګونو ته ورسېدو، موږ اصلي مسلې ته داخلېږو، ستونزې تل په جزیاتو کې وي.»

د خبرو اترو دا پړاو د مۍ میاشتې په لومړۍ نېټې دوحه کې پیل شوې خو د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ ودرول شوې او بېرته پیل شوې.

د چهارشنبې په ورځ کله چې زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره پر خبرو اترو بوخت و، طالب بریدګرو د «کونټر پارټ دفتر» چې په امریکا پورې اړوند دی کابل کې په نښه کړ. په دغه پېښه کې ۹ تنه ووژل شول او څه باندې شل تنه نور ټپيان شول.

خلیلزاد ټینګار کوي چې له طالبانو سره په خبرو کې چټک پرمختګ ته اړتیا ده.

هغه لیکلي:«که څه هم د خبرو اوسنی بهیر په داسې حال کې ډېرې نښتې چې له امله یې بې ګناه خلک قرباني کېږي بسندونه نه دی، موږ لازیات او چټک پرمختګ ته اړتیا لرو، د ټولو لوریو لخوا د تاوتریخوالي د کمولو په هکله زموږ وړاندیز هم پر مېز پروت دی.»

له دې سره په یو وخت طالبان هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي د خبرو شپږم پړاو په ټول کې ښه و. 

طالبانو په دغه خبرپاڼه کې لیکلي:«د خبرو په دې پړاو کې پر هغې مسودې چې په تېر پړاو کې برابره شوې وه خبرې وشوې، په ځینو مسلو کې پرمختګونه شوي دي.

د خبرو شپږم پړاو په ټول کې ښه و او دواړو لوریو د یو بل نظریات په زغم او حوصلې سره واورېدل.»

له دې ټولو سره، د قطر له خبرو ځینې باخبرې څېرې وايي چې د طالبانو اصلي غوښتنه له افغانستانه دبهرنیو ځواکونو وتل دي او تر هغې چې پر دغې موضوع هوکړه ونه‎شي، دا ډله د نورو موضوعګانو په اړه به بحث ونه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند په دې اړه وویل:«د طالبانو شرط دا دی تر هغې چې د بهرنیو ځواکونو وتل وروستي نه‎شي، پر نورو مسایلو به بحث ونه کړي. د ښاغلي خلیلزاد مایوسي له همدې امله ده چې هغه د امریکا د ګټو د خوندیتوب په اړه په فکر کې دی او دا هېواد تراوسه چمتو نه دی چې له افغانستانه په بشپړه توګه ووځي.»

سیاسي فعال نظرمحمد مطئن هم څرګنده کړه:«پاکستان او هند ته د خلیلزاد وروستي سفرونو خپلې اغېزې لرلې او خلیلزاد هڅه کوي څو پر طالبانو فشار راوړي خو طالبان تر فشار لاندې نه‎راځي.»

ټاکل شوې دواړه لوري د خبرو په راتلونکي پړاو کې پر څلورو مسلو یعنې له افغنستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو د مخنیوي لپاره د تضمین ورکولو، د افغانانو ترمنځ دخبرو او همداراز اوربند په اړه خبرې وکړي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي:«هیله لرو چې هڅې د نړیوالو مذاکراتو لامل وي چې په واقعیت کې د سولې خبرو اترو حساس پړاو دی.»

اخوا په افغانستان کې د ملګروملتو سازمان پخوانی استازی د سولې د خبرو لپاره په محدود جوړښت سره د ټول ګډونه پلاوي د جوړېدو غوښتونکی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي له طالبانو سره د خبرو په شپږم پړاو کې یو لړ پرمختګونه شوي دي.

شریک یي کړئ