د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۱۲ مه) خپل سفر افغانستان، پاکستان، عربي متحده اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته پیل کړ او دغه سفر به د لسو ورځو په اوږدو کې وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د خبرو اترو مېز ته د طالبانو د راکاږولو همغږي او مدیریت د ښاغلي خلیلزاد ماموریت او دنده ده.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې هغه به دغه هڅې له افغان حکومت او له سیاسي لارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو له ملاتړو سره نېږدې ترسره کړي.
د خبرپاڼې په حواله،د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د خلیلزاد ګمارل د افغانستان د سولې خبرو د زمینې برابرولو، حضور او ګډون لپاره د واشنګټن د ارادې څرګندوي کوي.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو، د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد ګمارل، د افغانستان د سولې خبرو اترو ته د لومړیتوب ورکول بللي وو.
پومپيو، دغې موخې ته د رسېدو لپاره، خلیلزاد ښه ټاکنه بللې او ویلي یې دي چې هغه په افغانستان کې زېږېدلی او لوی شوی او په دغه هېواد کې د کار تجربه هم لري.
هغه زیاته کړه چې ښاغلی خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د ماموریت د بریا وړتیا لري.
ښاغلي خلیلزاد د دې ترڅنګ چې په افغانستان او پاکستان کې د کار څو کلنۍ تجربه لري، همدارنګه په عراق او ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا د سفیر په توګه هم کار کړی دی.
کهڅه هم امریکې د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړی استازی درلود، خو تېر کال دغه دفتر له منځه ولاړ، او د هغه مسوولیت د سوېلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز ته وسپارل شو.