د خورشید خصوصي ټلوېزیون د خبریال ضمیر امیري او د تخنیکي برخې کار کوونکي شفیق الله ذبیح مړي نن خاورو ته وسپارل شول.
دغه دوه تنه تېره ورځ د کابل ښار د څلورمې حوزې په اړوند سیمه کې هغه مهال چې له کاره د کور په لور روان وو د سړک غاړې ماین چاودنه کې ووژل شول - په دغې پېښه کې د خورشید ټلوېزیون شپږ تنه نور کارکوونکي ټپيان شوي هم دي.
د دغې پېښې د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي او خپلوان، حکومت په ځانګړې توګه امنیتي بنسټونه د هېوادو د امنیت په ټينګښت او د ترهګریزو پېښو په مخنیوي کې په بې پروایۍ تورن وي.
دوی واي چې د داشان وضعیت دوام ورته د منلو نه دی او د دا راز پېښو عاملان باید د خپلو کړو په سزا ورسېږي.
د ضمیر امیري پلار طاهر شاه په دې اړه وویل:«له ماشومتوبه تر دولس کلنۍ، وروسته ښوونځي ته ځي او درس لولي، د پوهنتون له درس وروسته غواړي چې کار کړي او د خپل مور او پلار لاس ونیسي؛ خو شهید شو. د پوهنتون د فارغت سند یې نوی اخیستی و چې شهید شو.»
د شفیق الله ذبیح ورور صفي الله هم وايي:«تر کله به ولسي وګړي شهیدانېږي؟ نن یو ووژل شو، سبا بل څوک. جګړه او وژنه نور بس ده.»
د ضمیر امیري خپلوان وايي چې هغه تازه له پوهنتونه فارغ شوی وی او غوښتل یې خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
میر زاهد شاه د ضمیر امیري ورور په دې اړه څرګنده کړه:«تل یې غوښتل چې لوړو موخو ته ورسېږي او هېڅکله له خپلو موخو لاس په سر شوی نه دی.»
ورته مهال د دین ځينې عالمان چې خاورو ته د ضمیر امیري او شفیق الله ذبیح د سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی وو، پر ولسي وګړو برید له دین سره دښمني ګڼي.
د دین عالم مولوي صفي الله په دې اړه وویل:«ستا ظلمت، وحشت او تورتم تر قیامت پورې دي. په هغې دنیا کې به الله حساب واخلي.»
د دین بل عالم حجت الله برهاني هم زیاتوي:«دا د حکومت مسوولیت دی چې هغه نه ادا کوي او امنیت نه تامین وي.»
د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر چاودنې له ځان سره ګڼ شمېر غبرګونونه لرل. د امریکا سفارت، د برېټانیا سفارت، ولسمشر غني او عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ځینو نورو بهرنیو بنسټونو او حکومتي چارواکو دغه پېښه غندلې او دا پېښه یې د ازادۍ پر بیان برید ګڼلی دی.