Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوست کې د پاکستاني پوځیانو برید د ۴ملکیانو ژوند واخیست

د خوست ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي چې په خوست کې د پاکستاني پوځیانو په برید کې ۴ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان دي.

 د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، عادل حیدر وايي پاکستاني پوځیانو تېره شپه(چهارشنبې د غويي په ۱۱مه نېټه) د یاد ولایت په سورکنډو، پڅه مېله او افغان دبۍ سیمو کې بریدونه وکړل چې په پایله کې یې د ملکي کسانو شل کورونه او شل موټر زیانمن شول.

په همدې حال کې اوس مهال له کابله د خوست حالاتو څېړنې په موخه د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال، خوشحال سعادت په ګډون خوست ته تللی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې تېره ورځ کابو اویا تنه وسله‎والو شمالي وزیرستان ته نېږدې د دوی پر پوځیانو بریدونه وکړل.

دوی زیاتوي چې د بریدونو په پایله کې ۳ پاکستاني سرتېري ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

د پاکستان پوځ زیاته کړې ده چې دوی د وسله‎والو برید په ځواب کې برید کړی او یو شمېر یې  وژلي دي.

له دې سره هم همهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه څه چې دوی یې د افغانستان له خاوري پر پاکستان پوځیانو برید بولي، په غبرګون کې پاکستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر د احضارولو خبر ورکوي.

اوس مهال له کابله د خوست حالاتو څېړنې په موخه د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال، خوشحال سعادت په ګډون پلاوی تللی دی.

شریک یي کړئ