د خوست ولایت یو ځايي چارواکی وايي چې د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې یوې چاودنې درې تنه ولسي وګړي وژلي او اوه تنه نور ټپيان کړي دي.
د خوست د والي ویاند طالب خان منګل وايي چې د فوټبال لوبغالي ته څېرمه یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړل شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د دغې پېښې پخلی کوي او وايي چې په دغې پېښه کې درې تنه مُلکیان وژل شوي او ۱۱تنه نور ټپيان دي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.