Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خپلواکۍ ۱۰۱ کلیزه؛ ولسمشر د ازادۍ څلي ته د ګلانو ګېډۍ کېښوده

هېواد کې د خپلواکۍ ۱۰۱ کلیزه نن سې شنبې(د زمري ۲۸مه نېټه) کابل او ولایتونو کې ولمانځل شوه.

ولسمشر غني د رسمي تشریفاتو په ترڅ کې د هېواد ملي دفاع وزارت کې د ازادۍ څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده.

R

په دغو مراسمو کې لوړپوړو دولتي او پوځي مسوولینو هم ګډون کړی وو.

هېواد کې د خپلواکۍ یو سلو لومړۍ کلیزه په داسې حال کې لمانځل کیږي چې تېر کال دغه ورځ لویو مراسمو کې ولمانځل شوه، خو سږ کال پرې د کرونا ویروس خپرېدو هم سیوری اچولی دی.

په داسې حال کې چې کابل کې سختې امنیتي تابیاوې نیول شوې دي، خو د ښار مرکزي سیمو کې د توغندیو لګېدو په وېره کې واچول.

سرچینې وايي چې ۱۴ توغندي د کابل بېلابېلو سیمو کې توغول شوي دي.

د پېښې شاهدان وايي چې د توغندیو لګېدو غږ په په وزیرمحمد اکبرخان، شېرپور، ژاړه مکروریان، شش درک، د بګرامي نساجۍ او ارګ شاوخوا سیمو کې  اورېدل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې د یوه موټره د کابل اتمې او اوولسمې حوزې سیمو کې توغندي توغول شوي دي.

sami

یو سلو یو کال مخکې په همدې ورځ د وخت باچا امان الله خان له بریټانیا خپلواکي بیا واخیسته او افغانستان یې ازاد هېواد اعلان کړ.

که څه هم افغانستان کله هم د بریټانیا د امپراتورۍ برخه نه وه، خو په ۱۹۱۹ زیږدیز کال کې افغانستان او انګلیس ترمنځ د هوکړې له مخې افغانستان خپله خپلواکي ترلاسه کړه.

د هوکړې له مخې د افغانستان او بریټانیا ترمنځ بې پرې اړیکې رامنځته شوې.

همداراز بریټانیا درې ځله پر افغانستان برید کړی چې لومړۍ جګړه په ۱۸۳۹ ـ ۱۸۴۲ ترمنځ وه او دغه جګړه کې د بریټانیا په مشرۍ هندوانو ماته وخوړه.

د افغان او انګلیس دوهمه جګړه هم د ۱۸۷۸ ـ ۱۸۸۰ زیږدیزو کلونو ترمنځ وه او بریټانیا ماته وخوړه چې عبدالرحمن خان د امیر په توګه ډګر ته راغی. او وروسته له دې د افغانستان او انګلستان ترمنځ د دوستۍ اړیکې رامنځته شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه