Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

داعش ډلې د کابل د سې‎شنبې د برید پړه منلې

د داعش ډلې د خراسان څانګې په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه برید د یوه بهرني ترهګر چې تاجیک وه،ترسره شوې ده.

دغې ډلې د دغه برید د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د سې‎شنبې په ورځ یوه ځانمرګي برید‎ګر خپل چاودېدونکي توکي د سترې محکمې د موټرو په تم‎ځای کې وچاودول چې په پایله کې یې ۲۱ تنه ووژل شول او څه باندې ۴۱ تنه نور ټپيان شول.

د هېواد امنیتي چارواکي وايي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دغې محکمې مأمورین د کور په لور د تګ په حال کې وو.

د کابل پولیسو په دې اړه ډېر جزئیات وړاندې نه کړل،خو وايي چې د دغې پېښې ډېری قربانیان هغه ولسي وګړي ړي چې د خپل د ترسره کولو لپاره دغې محکمې ته تللي وو.

د دغه برید د قربانیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

شریک یي کړئ