د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې داعش جنګیالیو د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کط ۶۰ کورونو ته اور ورته کړی دی.
دغه چارواکي زیاتوي چې دغو ترهګرو د جمعې په ورځ د کوټ ولسوالۍ په باباغونډۍ کلي کې د عادي خلکو کورونه سوځولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیانی وايي هغو کورونو ته یې چې اور ورته کړی،تش وو او د هغوی اوسېدونکي له دې وړاندې بل ځای ته ګډه شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ له چاڼ څخه خبر ورکړی وه.