Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دافغانستان په اړه د ټرمپ دبهرني سیاست له ابهامه د رولاغني اندېښنه

د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني نن چهارشنبې(د کب ۱۱مه)په کابل کې «په کار،پراختیا او سوله کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي په غونډه»کې وویل چې هغه د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بهرني سیاست کې د ابهام له دوام څخه سخته اندېښمنه ده.

نوموړې چې د سولې د پراختیا په برخه کې د افغان می‎ېرمنو د تلپاتې پياوړتیا په ناسته کې خبرې کولې وویل چې د امریکې ولسمشر دونالد ټرمپ د دغه هېواد په کانګرس کې په خپلو نننیو خبرو کې د افغانستان ، عراق او سوریې په اړه هېڅ هم ونه ویل او هیله لري چې ټرمپ له افغانستان څخه د ملاتړ په برخه کې خپل سیاست ته بدلون ورنه کړي.

د ولسمشر غني مېرمن په پرمختګ او سوله کې د مېرمنو د پياوړتیا په ملي ناسته کې له ښځو غواړي په بهرنیو مرستو زړه ونه تړي، باید په خپله ظرفیت جوړونه وکړي ترڅو ځان بسیاینې ته ورسېږي.

نوموړې زیاتوي په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې د سیاسي او اقتصادي بدلونونو په رامنځته کېدل سره به له افغانستان سره د دغو هېوادونو د مرستو د بندېدو انګېزه به هم وي له همدې امله باید افغانان په تېره بیا ښځې دغو شرایطو ته چمتو وي.

  رولاغني وویل:«نن ګیهځ د امریکا ولسمشر یوه ډېره مهمه وینا لرله،دغه خبرې د ټولو له سیاستونو څخه دي او یوځل یې هم افغانستان،عراق،سوریه او لېبیا یې یاد نه کړل او دا زما لپاره یوه اندېښنه ده چې ولې یې یاد نه کړل؟هرڅه یې چې وویل مثبت وو ایا د امریکا دغه سیاست دغو هېوادونو خوا ته لږ منفي کېږي چې البته د مرستو د بندېدو لامل کېږي.هیله لرم چې ونه شي خو موږ باید چمتووالی ولرو.»

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه وايي یوازې په لویو ښارونو کې لږ شمېر مېرمنې له ځینو آزادیو او ټولنیزو خدمتونو برخمنې دي خو په ولایتونو کې ډېری ښځې له لومړنیو خدمتونو په تېره بیا زده کړو او روغتیایي خدمتونو بې برخې دي.

 هغه زیاتوي باید د افغانستان په سیاست کې د مېرمنو رول زیات شي او ټینګار کوي د ښځو له پراخې ونډې پرته به سوله ټینګه نه‎شي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه سیما سمر وايي:«لومړی باید د ښځو تعداد بسندویه وي ۵۰ نه ۴۵ سلنه خو باید وي خو نه دی په دې لړ کې بیا ډېر کار وشي له هغې څخه پرته سوله او پراختیا به تلپاتې نه وي.»

یو شمېر مېرمنې چې د ولایتونو په خصوصي بنسټونو کې کار کوي د خپلو ولایتونو په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو د لږ فعالیت په اړه اندېښنه څرګندوي.

په لوېدیځه حوزه کې د ښځو د شبکې د سیمه‎ييز دفتر مسؤوله حسینه نېک زاد په دې اړه څرګنده کړه:«د ښځو په کار کې محدودیت رامنځته کېږي صلاحیت نه ورکول کېږي.»

د سمنګان د ښځينه سوداګرو شورا رییسه شکیلا محمدزۍ هم وايي:«په سمنګانو کې دښځو شمېر ډېر کم دی نه‎شي کولای په دولتي بستونو کې کار وکړي.»

د هلمند ولایت یو شمېر مېرمنې د دوی په وړاندې مهمه ستونزو زده کړو ته نه لاسرسی ګڼي، د پکتیا ولایت مېرمنې هم ناوړه دودونه په نوموړي ولایت کې د ښځو د نالوستۍ لامل بولي.

په هلمند کې عدالت ته د ښځو د لاسرسۍ مسؤوله حلیمه صبار په دې اړه وویل:« په ښارکې دوست او دښمن مالوم نه دی او ښځې له دې امله اندېښمنې دي.»

په پکتیا کې د ښځو د ټولنې مسؤوله ماهره احمدزۍ په اړه زیاته کړه:« ښځي اصلاً د دولت په چوکاټ کې په مشرتابه پُستونو کې هېڅ نشته.»

د ښځو له حقونو دفاع کوونکې ادارې په سیاسي تصمیمونو کې د ښځو د ونډې د نشتوالي، په سیاست کې د هغوی د ننداریز رول او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او په مهمو پوستو کې د وړ مېرمنو د رول د زیاتوالي غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ