Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دامنیتي تړون پروګرام؛ پولیس: د مجرمانو په وړاندې عملیات شدید کېږي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د امنیتي میثاق یا تړون پر بنسټ د دولتي ځواکونو عملیات به د جنایت کارو ډلو او وسله والو غلو په وړاندې شدید شي.

د «امنیتي تړون - د جرمونو او جنایت په وړاندې د خلکو سمبالتیا» پروګرام تېره اوونۍ د حکومت له خوا جوړ شوی دی. حکومت ویلي چې دا طرحه تر ټولو ستر امنیتي پروګرام دی.

د دغه پروګرام په چوکاټ، د کابل پولیسو د چهارشنبې پر شپه د یوې سازماني ډلې په وړاندې چې د پلاژمېنې په ډېریو جنایي پېښو کې لاس درلود په پغمان کې عملیات ترسره کړل.

د کورنیو چارو وزارت له جرمونو سره د مبارزې او کشف عمومي رییس جمشېد طوطاخېل وايي چې په دغه عملیات کې دوه تنه ونیول شول:«یوه سازماني ډله ده چې د کابل ښار په ډېریو جرمي پېښو کې په ځانګړې توګه په غلا، وژنې، زور ویلو او چپاول کې لاس لري.»

دغه نیول شوي کسان له طلوع نیوز سره په مرکه کې په جرمونو او غلاوو کې د خپلو لاس لرلو د څرنګوالي په اړه بل روایت لري.

یو له دغو نیول شویو کسانو څخه لعل اغا دی هغه وايي:«یو مې (مجرمان) پېژنده چې خراب سړی و.. نور نه پېژنم او نه مې لیدلي.»

بل نیول شوی کس محمد اقبال دی هغه هم وویل:«زما له کوره یوه مرمۍ هم نه ده پيدا شوې. که چېرې یوه مرمۍ هم پیدا شي زه جرمانه ورکوم.»
 
خو بیا هم د کابل اوسېدونکي اړوند دولتي ځواکونه د امنیت خوندیتوب او همداراز د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې پر بې غورۍ تورنوي.
د کابل اوسېدونکی محمود وايي:«ملګری مې له خپل کور څخه بیرو شو چې ولاړ شي او سودا وپېري، د ټولو خلکو په مخ کې غله راغلل، وې دروه؛ مبایل یې ترې واخیست ټولو ورته کتل.»

د کابل بل اوسېدونکی رضا هم څرګندوي:«دغه بې وزله خلک له حکومته دا نه غواړي چې ورته کور جوړ کړي. یوازې زموږ امنیت دې ونیسي همدا زموږ لپاره بسنه کوي.»

پلازمېنه کابل د هېواد په پرتله یو له ګڼ مېشتو ښارونو ده؛ نو د هېواد په کچه په دې ښار کې ډېرې جنايي پېښې هم ترسره کېږي.

شریک یي کړئ